د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، څلورو کسانو د سرو زرو د موندلو په موخه د دغه ولایت په مرکز کې د قبرونو د سپړلو پر مهال نیول شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان تېره شپه شاوخوا نهه بجې د پکتیکا مرکز اړوند د مسواس په سیمه کې د لومړۍ امنیتي حوزې د کشفي او عملیاتي اقداماتو په پایله کې نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، له نیول شویو کسانو څخه یو اډروېټ ماشین، یو کولنګ، د خاورو پاکولو یوه اله، یو موټر، څلور ګرځنده ټیلیفونونه او یو شمېر نور وسایل هم ترلاسه شوي دي.
د پکتیکا امنیه قوماندانۍ دغه کړنه د قبرونو د حرمت تر پښو لاندې کول بللي او ویلي یې دي، چې له سرغړوونکو سره به د نافذه اصولو او قوانینو له مخې قانوني چلند وشي.
