د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د تورخم لارې له بندېدو او د کاروبارونو له درېدو سره هممهاله، د سرو زرو د موندلو او کیندلو خپلسرې هڅې زیاتې شوې دي.
ځايي سرچینې وايي، هره ورځ سلګونه کسان د مومندرې ولسوالۍ د باسول او ډکې سیمو غرونو ته د سرو زرو د موندلو لپاره ځي او له لومړنیو وسایلو په ګټې اخیستنې د سرو زرو په کیندلو بوخت دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د تورخم لارې له بندېدو وروسته د مومندرې او شینوارو ولسوالیو زرګونه کسان بېروزګاره شوي او د عاید د بلې سرچینې د نشتوالي له امله یې د سرو زرو موندلو ته مخه کړې ده.
د دوی په وینا، ځینې کسان د ورځې له ۱۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو پورې سره زر ترلاسه کوي او وروسته یې په سیمه کې پر راغلو سوداګرو پلوري.
یو تن د سیمې اوسېدونکی وايي: «زیاتره خلک د تورخم لارې له بندېدو وروسته بېروزګاره شوي او همدا لامل دی چې دلته ټوله ورځ د لمر لاندې په سختۍ کار کوي او سره زر راوباسي. کله چې سره زر ترلاسه کړو، بیا دلته سوداګر راځي او موږ یې پر هغوی پلورو. د سرو زرو راایستونکو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی، ځکه خلک بله چاره نه لري او له همدې لارې خپلو کورنیو ته نفقه پیدا کوي.»
رحمتالله، چې پخوا یې په تورخم کې د خوراکي توکو هټۍ لرله، وايي، د لارې له بندېدو سره یې کاروبار له رکود سره مخ شو او اړ شو چې د خپلې کورنۍ د لګښتونو برابرولو لپاره د مومندرې غرونو ته ولاړ شي.
هغه وايي، نږدې یو کال کېږي چې د تورخم لارې بندېدو د سیمې پر سوداګرۍ او د خلکو پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کړی او ګڼو کسانو د عاید موندلو لپاره د سرو زرو کیندلو ته مخه کړې ده.
رحمتالله زیاتوي: «په تورخم کې مې هټۍ درلوده او ښه کاروبار مو روان و، خو یو کال کېږي چې تورخم بند شوی او ورسره د دې سیمې د خلکو کاروبار هم خراب شوی دی. سوداګري په ټپه درېدلې او له مجبورۍ خلکو دې غرونو ته مخه کړې، څو خپلو کورنیو ته نفقه پیدا کړي.»
د سیمې اوسېدونکي زیاتوي، چې د سرو زرو د موندلو لپاره په غرنیو او سختو سیمو کې کار کوي، خو د کیندنو پر مهال د خوندیتوب لومړني امکانات نه لري او له ساده وسایلو ګټه اخلي.
بلخوا، د چارو شنونکي له طالب چارواکو غواړي چې د کانونو د کیندنو بهیر وڅاري او د جوازونو د ورکړې پر مهال د کارګرو د خوندیتوب معیارونه په پام کې ونیسي.
دوی ټینګار کوي، چې د کانونو د کیندنو پر مهال د خوندیتوب اصولو نه مراعاتول د کارګرو ژوند له جدي خطرونو سره مخ کولای شي.
