طالبانو بهرنیو ځواکونو سره ژباړونکو ته ډاډ ورکړی چې کار ورسره نه لري

اطلاعات روز: طالبانو ډلې افغانستان کې بهرنیو ځواکونو سره ژباړونکو او ساتونکو ته ډاد ورکړی، چې له هېواده و نه تښتي، ځکه د دوی له خوا ورته کوم ګواښ نشته.

د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد نن (دوشنبه، ۱۷ د غبرګولي) پر ټوېټر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، اوس چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، دغه افغانان هم غواړي چې له هیواده تېښته وکړي او ویره لري.

خو اعلامیه وایي: «یادو ټولو کسانو ته د اسلامي امارت لخوا خبر ورکول کیږي چې هغوی باید ټول پخپلو تیرو کړنو باندې پيښمانه واوسي، او د راتلونکي لپاره بیا داسې لاره غوره نه کړي چې هغه د اسلام او هیواد سره خیانت بلل کیږي.»

د طالبانو ډلې دغه اعلامیه زیاتوي، چې اوس دې هيڅوک هم له هیواده تيښته نه کوي او طالبان په هغوی کار نه لري، بلکې بلنه ورکوي چې خپل عادي ژوند ته راوګرځي او په وینا یې که دا هر یو په کومه برخه کې تخصص لري، د خپل هیواد چوپړ دې وکړي.

د دوی په وینا دا ژباړونکي او ساتونکي او دغه راز له بهرنیانو سره نور کارکوونکي هغه مهال دوی خپل «دښمنان» بللل، چې له بهرنیانو سره ول، خو په وینا یې چې اوس د دوی له خوا هېڅ کوم ګواښ ورته متوجه نه دی.

د طالبانو دغه ډله زیاتوي، که څوک هسي ځان ته خطر پلمه کوي او بهر ته د تګ لپاره په «جعلي» ډول «کېس» جوړوي، په وینا یې چې دا د هغوی خپله ستونزه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ځینو نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، بریتانیا غواړي هغه افغانان دې هېواد ته وغواړي چې له دوی سره یې د ژباړونکو او نورو برخو کې کار کړي او اوس یې ژوند ته ګواښ دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته