د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۲۵۱ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۲۸ پایلې یې مثبتې وې.
د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، تخار، کندوز، بغلان، پروان، بادغیس، لوګر، میدانوردګ، فراه او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۳ زره او ۴۶۸ تنو ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۴۴ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۵ زره او ۱۳۶ تنو ته ورسېد.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۱۵ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۶۳۲ تنو ته ورسېد.