هلمند

د لوی کندهار د خلکو استازي: هدیرې له افغانانو ډکې شوې، یوې روغې جوړې ته سره ورسېږئ

اطلاعات روز: کابل کې د لوی کندهار د خلکو استازو د جنګ له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې جګړه ودروي او د خبرو اترو له لارې یوې روغې جوړې ته سره ورسېږي.

د لوی کندهار د خلکو استازو نن (دوشنبه، ۱۸ د زمري) یوې خبري ناستې ته په لوی کندهار په ځانګړي ډول د هلمند په امنیتي وضعیت او جنګ جګړو کې خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو په اړه خبرې وکړې او د جنګ له ښکېلو اړخونو یې وغوښتل چې نور دې جګړه بس کړي.

دوی پر طالبانو غږ وکړ چې د خلکو په کورونو کې سنګر و نه نیسي. له استازو یوه یې وویل: «خلک ټوک ټوک شول، دا بدې ورځې راځي او تېرېږي، خو په دې ښار کې تاسو خلکو ته خپله څېره وښوده او خپل دریځ مو وروښوده، لښګرګاه کې داسې کور نشته چې زیان یې نه وي لیدلی.»

د دوی په وینا چې افغانستان کې نور د جګړې لپاره کومه پلمه نه ده پاتې او یوازې په کې افغانان مري. دوی له طالبانو وغوښتل چې نور دې جګړه بس کړي. دوی وویل: «ټولې هدېرې له افغانانو ډکې دي، نور خپل خپلوان او هېوادوال مه سره وژنئ، نور د دې وخت نه دی. نور باید له عقل او منطقه کار واخیستل شي او له مذاکرې باید کار واخیستل شي او یوې روغې جوړې ته سره ورسېږو.»

دغو استازو دغه راز پر حکومت غږ وکړ چې هلمند ته نور نظامي پرسونل ولېږي، څو طالبان و نه شي کولی دغه سیمې له دولتي ځواکونو ونیسي. دوی د امنیتي ځواکونو ستاینه هم وکړه او زیاته یې کړه چې هلمند یې په «مېړانه» وساته.

دوی وویل: «امنیتي ځواکونو ته مو دا خبره ده، چې د ننګ او بې‌ننګۍ ترمنځ ډېر کم واټن دی، ودرېږئ، دا شپې په دې ملک راځي، دا وخت تېرېږي ولې نوم او نښان مو پاتې کېږي. موږ مو د مېړانې پوروړي یو، هېڅکله یې نه هېروو، نه مو باید هېره شي. دا باید تاریخ کې ثبت شي، دا ستاسو مېړانه وه چې هلمند مو وساته. دې نورو ولایتونو ته هم زما هیله دا ده چې خلک راپورته شي او د ولس په استازولۍ د جنګ پر وړاندې غږ پورته کړي.»

د لوی کندهار د خلکو دغو استازو دغه راز وویل چې پاکستان نېغ په نېغه د افغانستان جګړه کې ښکېله ده او خبرداری یې ورکړ چې افغان ملت به یې د ځواب ورکولو توان پیدا کړي.

له دې استازو یوه یې وویل: «او پنجابکه! دا کوم سیلاب چې تا روان کړی او دا کوم ځوانان چې راشهیدانوې، دا کومه کیسه دې چې شروع کړې، په دې پوه شه چې افغان ملت ویښ ملت دی، دا د پنځه زره کالو تاریخي ملت دی او دا به د دې توان پیدا کوي چې تا تر ګرېوانه راونیسي.»

د لوی کندهار د خلکو استازو دغه راز له ملګرو ملتونو وغوښتل چې افغان جګړه کې ښکېل هېوادونه چې د دوی په وینا، ټولو ته مالوم دي، باید پر وړاندې یې خپل اجراات وکړي.

له دې استازو یوه یې وویل: «له افغانستانه خلکو یوه توره کوڅه جوړه کړې، داسې چې هر څوک له چا سره څه ستونزه او بدي لري، دلته یې سره خلاصوي، نو تر څه وخته پورې به د دې پر وړاندې چپ شو، مشکل هلته سره لري او دلته چې تیاره ده، هر څوک چې څه معامله سره لري، همدلته یې سره خلاصوي. نو لطفآ ملګري ملتونه دې دا هېوادونه چې په کې ښکېل دي او ټولو ته مالوم هم دي، باید پر وړاندې یې خپل اجرات وکړي.»

خبري کنفرانس ته په ویناوو کې د لوی کندهار د خلکو دغو استازو دغه راز پر چارواکو، رهبرانو، ګوندونو او ټولو افغانانو غږ وکړ، چې نور د هېواد دفاع لپاره راووځي او د «دښمن» پر وړاندې یوې لیکه کې ودرېږي.

د دوی په وینا چې نور باید له مضر احتیاط څخه ډډه وشي.

دوی وویل: «باید خپل صف مالوم کړو. زموږ او تاسو لار او صف د وطنپرستانو صف دی. زموږ او تاسو صف د دې نظام صف دی. زموږ او تاسو صف د دې ملت صف دی، د ملي ګټو صف دی، د ارزښتونو صف دی. موږ او تاسو هغه خلک نه یو او نه باید واوسو چې دلته دوه مخی سیاست وکړو، دلته د ټولو غاړو سره لاره ولرو.»

طالبانو لس ورځې وړاندې د هلمند پر لښکرګاه ډله‌ییز بریدونه وکړل، څو دغه ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو د ملي دفاع وزارت په وینا چې دوی یادې ډلې ته درنه مرګ – ژوبله اړولې او پر شا یې تمبولي.

په دې نښتو کې ملکي وګړو ته هم مرګ – ژوبله واوښته او مالي زیانونه یې ولیدل. دغه راز ډېری لښکرګاه میشې کورنۍ بې‌ځایه شوې.