کرونا افغانستان کې

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ ۲۰۷ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته او ۱۲ تنه مړه شوي

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۳۰۷ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۰۷ پایلې یې مثبتې وې.  

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، کندهار، بلخ، ننګرهار، پکتیا، دایکنډي، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۴ زره او ۷۰۶ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۵۱۲ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۵ زره او ۹۳۴ تنو ته ورسېد.        

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۱۲ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۶۸۷ تنو ته ورسېد.