سندرغاړي

کندهار کې د سیمه‌ییزې موسیقۍ نامالوم برخلیک؛ «ګڼ سندرغاړي له هېواده وتي»

خبریال: احسان‌الله ولسمل

په تېرو ۲۰ کالو کې د افغان سندرغاړو او موسیقي‌کارانو لپاره د فعالیت ښه زمینه برابره وه، خو اوس د طالبانو په مشرۍ حکومت سره به د دوی برخلیک څه شي؟ ځکه طالبانو پخوا هر ډول موسیقي حرامه بللې وه.

په کندهار کې سيمه ييز سندرغاړي وايي پر افغانستان د طالبان واکمنيدو يې کارونه د نامعلوم برخليک سره مخ کړي او د دغه ولايت ګڼ سندرغاړي له هېواد څخه وتلي دي.

فيض محمد کندهاری چې په کندهار کې مشهور سندرغاړی دی، وايي چې د طالبانو په راتګ سره په دغه ولايت کې سيمه ييزه موسيقي د نامعلوم برخليک سره مخ ده.

هغه وايي تراوسه نه پوهيږي چې ايا طالبان به دوی ته د کار او فعاليت اجازه ورکړي که نه؟

نوموړی چې له تيرو څو مياشتو راهیسې د خلکو خوشحاليو او محفلونو ته د موسيقي پرګرامونو ته نه دي تللي او وايي ډير شمير سندرغاړي له هېواده بهر ګاونډيو هېوادونو ته تللي دي.

فيض محمد کندهاری وايي که طالبان ورته د کار کولو اجازه ورکړي له هېواد څخه وتلي سندرغاړي به هم بیرته هېواد ته راستانه شي.

هغه وايي: «يو شمير د خوښۍ پرګرامونه به وه موږ به يې دعوت کولو خو کله چې طالبان راغلې دي تراوسه موږ په خپل دفتر کې بند پاتې يو. موږ ته هيڅ نه معلوميږي چې ايا موږ ته د کار کولو اجازه شته او که نشته؟ د دوی د يوه ځواب انتظار يو تراوسه ډير هنرمندان له کندهار څخه بهر ته تللي دي يو شمیر يې په سپین بولدک کې د طالبانو پريکړې ته انتظار دي که طالبان ورته د فعاليت اجازه ورکړي بیرته به دوی راشي خپل هېواد. ته موږ له طالبانو غواړو چې زموږ په اړه يو پريکه وکړي.»

په کندهار کې سيمه ييز سندرغاړي وايي پر افغانستان د طالبان واکمنيدو يې کارونه د نامعلوم برخليک سره مخ کړي او د دغه ولايت ګڼ سندرغاړي له هېواد څخه وتلي دي.

افغانستان چې په کې ډير خلک د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دی وروستيو سياسي حالاتو ګڼ سندرغاړې دي ته اړ کړي دی چې د اقتصادي ستونزو له امله د خپل کورنۍ استعمال شوي توکی په ښار کې وپلوري.

۵۵ کلن فريد نويد چې په کندهار کې له ډيرو کلونو راهیسې په سندرو ويلو بوخت دی، وايي د تيرو څو مياشتو راهیسې ګڼ سندرغاړې دې ته اړ شوي دي چې د ځان لپاره د روزي پیداکولو په هدف د کور استعمال شوي توکي په ښار کې په ليلام وپلوري.

فريد نويد له طالبانو غواړي چې د سندرغاړو دغه ډول نامعلوم برخليک لپاره دې خپله طرحه وړاندې کړي.

فريد نويد وويل: «دلته په کندهار کې هنرمندان بيخي بدحال ته رسيدلي دي، ځکه هنرمندان د عايدو بله منبع نه لري همدغه توبله او د موسيقي نوري آلې يې د عوايدو سرچينه ده دغه اوس ډيرو هنرمندانو د خپل روزې ترلاسه کولو په هدف د کور استعمال شوي توکي په ښار کې پلورلي دي اوس نو د کور توکي هم نه لرو چې نور يې وپلورو نه پوهيږو چې څه وکړو دومره وخت چې هنرمند بې کاره شي نور نو د خوراک او چيښاک لپاره هيڅ نه لري.»

ولي احمد په کندهار کې هغه مشهور سندرغاړی دی چې په دغه ولایت کې یې د ودونو په مراسمو او ستډیوګانو کې سلګونه سیمه‌ییزې سندرې ویلې دي. اوسمهال نوموړی هره ورځ د موسیقۍ دفتر ته ورځي او وايي، تر اوسه يې کوم چا د کار مخه نه ده نیولې.

دی څرګندوي، په تېر نظام کې خلکو خپل د خوښیو محفلونو ته دعوت کاوه، خو زیاتوي چې د نوي نظام په راتګ سره د خوښیو هېڅ ډول مراسمو ته نه دی دعوت شوی او برخلیک یې نامعلوم دی.

هغه وایي: «په تېر نظام کې به مو د خوښیو په مراسمو کې سیمه‌ییزې سندرې ویلې، موسیقي به مو غږوله، خو نوی نظام چې راغلی، هېچا د خوښیو مراسمو ته نه یو دعوت کړي او برخلیک مو نامعلوم دی.»

د سندرغاړو په وینا چې ډېری له دوی اړ شوي څو د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د خپل کور توکي لیلام کړي.

له نوموړي سره په دغه دفتر کې یو شمېر موسیقي غږوونکي هم شته او وایي، دوی هم هره ورځ خپل کاري دفتر ته راځي او په دې برخه کې ورځنی تمرین کوي.

هغوی هم وایي، اوسمهال له نامعلوم حالت سره مخ دي او د اوسني حکومت مسولینو هم د کار ترسره کولو په تړاو څه نه دي ورته ویلي.

په اړه يې د موسيقي يو آله غږوونکی وايي: «موږ هره ورځ دفتر ته راځو، تمرین کوو، خو بیا هم له نامعلوم برخلیک سره مخ یو. اوسني نظام زموږ په اړه څرګند دریځ نه دی نیولی.»

تردې مخکې په هلمند کې يوه مشهوره سندرغاړي حبیب شباب هم د طالبانو د وېري څخه له سندرو ويلو څخه لاس پر سر شوی و او دوکاندارۍ ته يې مخه کړې وه.

طالبانو تراوسه په افغانستان کې د موسيقي فعاليت او يا نه فعاليت په اړه خپل تدريځ نه دی څرګند کړی.

اخوا د تلې مياشتې پر۱۳مه د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ بنسټګر احمد ناصر سرمست ويلي وه، د پرتګال حکومت د افغانستان د موسیقي ملي انسټیټیوټ سل تنو زده کوونکو او کارکوونکو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی.

د سرمست په خبره د دغه انسټیټیوټ د درې نیم سوو زده کوونکو تر څنګ د هر یوه افغان سندرغاړي او هنرمند ژوند په افغانستان کې له خطر سره مخ دی.