کندهار کې د شعیه‌ګانو پر جومات د تېرې میاشتې بریدکوونکي مشکوک کسان نیول شوي

اطلاعات روز: کندهار کې د اکټوبر پر ۱۵مه پر جماعت بريد کې په لاس لرلو مشکوک کسان نيول شوي دي.

د کندهار امنيه قومندان حاجي ملا محمدي پرون (دوشنبه، ۱۷ د لړم) ناوخته رسنيو سره د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وويل چې د اکټوبر په ۱۵مه پر شعيه وګړو د جمعې د لمانځه په بريد کې په لاس لرلو يو شمېر کسان نيول شوي او دا مهال څيړنې ترې روانې دي.

هغه د نېول شوو کسانو په اړه ډير جزيات ورنه کړل خو زياته يې کړه چې تر پلټونو وروسته به يې په اړه له رسنيو سره بشپړ معلومات شريک کړي.

امنيه قومندان حاجي ملا محمدي وايي په کندهار کې د داعش فعاليتونه کم دي او زياتوي چې دوی هڅه کوي څو په دغه ولايت کې داعش ډله په بشپړ ډول له منځه یوسي.

هغه وويل: «په کندهار کې چې پر يوه جماعت بريد وسو او مسوليت يې داعش ومنلی، په هغه اړه موږ څيړنې پیل کړي دي او يوې نتيجې ته هم رسيږو. څه ناڅه کسان مو د دغې پيښې په تړاو نېولي دي. د اوس لپاره موږ لازمه نه ګڼو چې رسنيو ته د دغو کسانو په اړه ووايو خو موږ هڅه کوو چې د دغې پيښې نوره هم ښه پلټنه وکړو. وروسته به معلومات شريک شي.»

امنيه قومندان حاجي ملا محمدي وايي، په کندهار ښار کې يې د ښار د امنيت د تامين لپاره طالب سرتيرو ته دنده ورکړې ده ترڅو د خلکو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه خلکو ته ډاډ ورکوي چې په راتلونکي کې به دغه ډول پېښې بیا تکرار نه شي او په خبره يې چې د پخوا په پرتله يې د امنيت د ښه کولو په برخه کې هڅې زياتې کړي دي.

دی وايي: «موږ د ښار او خلکو د امنيت لپاره تر خپله وسه پورې هم د شپې او هم د ورځې ګزمې کوو سيارې ګزمې مو جوړې کړي دي. موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې د دغه ډول پېښو مخنيوی به وکړو او په راتلونکې کې به دغه ډول پېښې رامنځته نه شي.»

د تېرې اکټوبر مياشتې پر پنځلسمه نېټه داعش ډلې په کندهار کې د امام بارګاه په جومات کې د جمعې پر لمونځ کوونکو خونړۍ دوې چاودنې وکړې، چې په يادو چاودونو کې تر ۴۷ کسانو پورې ووژل شول او شاخوا ۹۰ کسان نور ټپیان شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه