کرونا افغانستان کې

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ ۲۶۳ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته او ۲۲ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۳۵۸ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۶۳ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، بغلان، پروان، دایکندي، نیمروز، لوګر، غزني، کاپیسا، پنجشیر، زابل، فاریاب او نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۶ زره او ۹۸۰ تنو ته ورسېد.   

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۱۹ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۷ زره او ۲۶ تنو ته ورسېد.        

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۲۲ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۸۲۲ تنو ته ورسېد.