طالبانو په ځاځي اريوب کې ۱۰ کسان د قاچاق په تور نيولي

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۱۰ کسان نيول شوي دي.

په دغه ولايت کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر نن پنج شنبه «۲۸، د سلواغې» رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د کشفي راپورونو پر اساس تېره ورځ ناوخته د سرحدي لواء طالب ځواکونو ۱۰ تنه د قاچاق په تور له ۲۴۰ کيلو چرسو سره يو ځای نيولي دي.

په خبرپاڼه کې دا نه دی څرګنده شوې، چې نيول شويو کسانو په دومره اندازه نشه يي مواد چېرته قاچاق کول، خو په دې وروستيو کې په پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې ځينې داسې کسان ونيول شول، چې ګاونډي پاکستان ته يې د نشه يي توکو سربېره وسله هم قاچاق کوله.