کرونا

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ ۲۵۳ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته او ۱۸ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۴۰۰ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۵۳ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، کندهار، بلخ، ننګرهار، پکتیا، بامیان، بغلان، پروان، نیمروز، غزني، لوګر، هلمند، میدان‌وردګ، لغمان، خوست، پکتیکا، ارزګان، جوزجان او سرپل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۷ زره او ۶۴۱ تنو ته ورسېد.   

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۳۸ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۷ زره او ۴۸۵ تنو ته ورسېد.          

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۱۸ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۸۶۵ تنو ته ورسېد. 

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه څو هېوادونو د کرونا واکسین له جوړېدو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې ژر به یې پلی کړي.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) هم اعلان کړی چې د یاد واکسین جوړولو او کمزورو اقتصاد لرونکو هېوادونو ته یې  په واک کې ورکولو لپاره تیاریانې نیسي.

تېره ورځ د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، چې د نړیوال بانک په مرسته د کرونا واکسین لومړی پړاو په هېواد کې تطبیقوي.

ولسمشر اشرف غني نن (شنبه، ۱۵لیندۍ) په ارګ کې د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې لومړۍ ناسته کې وویل، لومړی وار ۲۰ سلنه او دویم ځل ۴۰ سلنه خلکو ته په افغانستان کې د کرونا واکسین برابروي.