د «خبریالانو د ساتنې کمېټه» وايي، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د خبریالانو لپاره د معلوماتو رسونې له تر ټولو سختو چاپېریالونو څخه ګرځولی او په ډېرو ولایتونو کې خبریالان یوازې د څو محدودو موضوعاتو، لکه ترافیکي پېښو، روغتیا او زدهکړو په اړه د راپور ورکولو حق لري.
د خبریالانو د ساتنې کمېټې نن (جمعه، د زمري ۲۳مه) د افغانستان د طالبانو له خوا د نیول کېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې له دې ډلې وغوښتل، چې د خبریالانو پر وړاندې د زیاتېدونکي ځپنې بهیر پای ته ورسوي.
دې نړیوالې ادارې له طالبانو غوښتي چې «د رسنیو له وحشیانه ځپلو، په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو له ځپلو، لاس واخلي او هغه پراخ محدودیتونه لغوه کړي چې خپلواکو معلوماتو ته لاسرسی یې کم کړی دی.»
په افغانستان او پاکستان کې د خبریالانو د ساتنې کمېټې استازي وليالله رحماني ویلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې، له هغه وخت راهیسې چې طالبانو افغانستان ونیو، دغه هېواد «د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره د راپور ورکولو له تر ټولو سختو ځایونو» څخه ګرځېدلی دی.
رحماني زیاته کړې: «د طالبانو تر څار لاندې خبریالان د نیول کېدو، وهلو ټکولو، سانسور او یا تبعید له ګواښ سره مخ دي.»
د هغه په وینا، ښځینه خبریالانې له «لا زیات تبعیض» سره مخ دي او «خلک په زیاتېدونکي ډول له خبرو کولو وېره لري.»
د خبریالانو د ساتنې کمېټې استازی وايي، د انټرنېټ او ګرځنده ټیلیفونونو محدودیتونو «د رسنیو د ازادۍ کړکېچ» لا ژور کړی او د افغانستان پر اطلاعاتي فضا یې د طالبانو کنټرول پیاوړی کړی دی.
دې ادارې د خبریالانو د نیول کېدو، له تاوتریخوالي سره د مخ کېدو او زنداني کېدو او همدارنګه د طالبانو له خوا د رسنیو د بندولو څو مواردو ته په اشارې ویلي، چې د طالبانو محدودیتونو او څارنې د خبریالۍ په چارو کې د سانسور او ځانسانسورۍ فضا رامنځته کړې ده.
د خبریالانو د ساتنې کمېټه وايي، د خپلواکې خبریالۍ ځپل د طالبانو تر کنټرول لاندې د یوه پراخ اطلاعاتي نظام د رامنځته کولو له لارې ترسره کېږي. د دې ادارې په وینا، د څو ولایتونو خبریالانو ورته ویلي چې «مانادار راپورونه» تر دې کچې محدود شوي چې له ترافیکي پېښو، روغتیا او زدهکړو پرته د نورو پېښو د راپور ورکولو اجازه نه لري.
د خبریالانو ملاتړې دغه اداره وايي، طالبانو په وروستیو کلونو کې په کابل او د افغانستان په ولایتونو کې لسګونه خپلواکې رسنۍ تړلې دي، چې د افغانستان د خپلواکو رسنیو له منځه تللو سلګونه خبریالان د سیمې هېوادونو ته په تبعید کېدو اړ کړي دي.
د خبریالانو د ساتنې کمېټه وايي، هغه خبریالان چې د طالبانو له خپلسرو نیونو او غچ اخیستنې څخه د وېرې له امله له افغانستانه تښتېدلي، په ګاونډیو هېوادونو کې هم خوندي نه دي او تل د جبري ستنولو او د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې له خطر سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو او رسنیو نور ملاتړي بنسټونه هم په افغانستان کې د خبریالۍ د وضعیت له خرابېدو نیوکه کوي. د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون اعلان وکړ چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو د حقونو او ازادیو د نقض تر ۱۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
دغه بنسټ ویلي، په ظاهره د خبریالانو او رسنیو د حقونو د نقض شمېر د تېر کال په پرتله کم شوی، خو حقیقت دا دی چې د فضا د لا محدودېدو له امله خبریالان او رسنۍ ان د خپلو حقونو او ازادیو د نقض موارد هم نه شي راپورولای.
