طالبانو د «شمع هدایت» ښوونځي مدیر او دوه ښوونکي نیولي

Photo: Social Media

په لوېدیځ کابل کې سرچینې وايي، طالبانو د «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي مدیر سالم صمیم او د دغه ښوونځي دوه ښوونکي نیولي دي. دغه ښوونځی د دوشنبې په ورځ د یوې چاودنې شاهد و.

یوه سرچینه اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، د دوو زده‌کوونکو پلرونه، د کوڅې استازی او د سیمې دوه اوسېدونکي هم د طالبانو له لوري نیول شوي دي. د سرچینې په وینا، د سیمې د اوسېدونکو د نیول کېدو لامل په کوڅه کې د امنیتي کمرې خرابېدل بلل شوي دي. د دغو کسانو له ډلې د یوه نوم «ډاکټر نادر» ښودل شوی دی.

سرچینه وايي، دغه کسان د سې‌شنبې په ورځ، ۲۷ اسد، د طالبانو له لوري نیول شوي او تر اوسه د دې ډلې په بند کې دي.

د دوشنبې په ورځ، ۲۶ اسد، شاوخوا ۴:۳۰ بجې د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند د مهدیه ښارګوټي په «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي کې چاودنه وشوه.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دغه چاودنه کې ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.

د چاودنې د څرنګوالي په اړه بېلابېل روایتونه خپاره شوي دي.

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته یوې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي وو چې کله زده‌کوونکي له ټولګیو رخصت شوي وو، د ښوونځي له مخې کوڅې څخه د ښوونځي انګړ ته لاسي بم غورځول شوی دی.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد زدران هم ویلي وو چې چاودنه د لاسي بم د غورځولو له امله رامنځته شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم دغه پېښه «د لاسي بم برید» بللی او ویلي یې دي چې د پېښې د څرنګوالي او د عاملینو د پېژندلو او نیولو په اړه څېړنې روانې دي.

خو له طالبانو سره نږدې رسنیو او بي‌بي‌سي راپور ورکړی چې د دوشنبې ورځې چاودنه د یوه زده‌کوونکي له ځان سره د چاودېدونکو توکو د وړلو له امله رامنځته شوې ده. د دغو راپورونو له مخې، دغه چاودېدونکي توکي د پخوانیو جګړو پاتې شوني وو او ښايي یوه زده‌کوونکي د ښوونځي شاوخوا له غونډیو څخه موندلي وي.

د دې چاودنې په اړه پراخ غبرګونونه هم څرګند شوي دي. ملګرو ملتونو د پېښې د څرنګوالي د څېړلو غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده چې د کابل په لوېدیځه، هزاره مېشته سیمه کې ښوونځي او ښوونیز مرکزونه څو ځله د خونړیو بریدونو هدف ګرځېدلي دي. د دغو بریدونو مسوولیت ډېری مهال داعش ډلې منلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته