د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام وايي، په تېرو درېیو کلونو کې له شپږ میلیونو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي او ګڼ نور هم د بېرته ستنېدو په حال کې دي.
دغه سازمان نن پنجشنبه، د وږي په ۵مه، په «اېکس» کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې بېرته ستنېدونکي کسان په افغانستان کې د سرپناه له ستونزې سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام زیاته کړې چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له شپږ میلیونو ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل شوي او د سرپناه ته د لاسرسي لپاره ملاتړ ته اړتیا لري.
دغه سازمان ویلي: «کافي سرپناه د یوه باعزته ژوند پر لور لومړنی ګام دی. راځئ چې بېرته ستنېدل په یوه نوي پیل بدل کړو، نه په یوې نوې مبارزې.»
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، خوندي سرپناه د بېرته ستنېدونکو کډوالو، کورنیو بېځایه شویو او د طبیعي پېښو د زیانمنو شویو کسانو له اساسي اړتیاوو څخه ده، خو په افغانستان کې دا برخه له سختې بودجوي کمښت سره مخ ده.
په افغانستان کې د اوچا دفتر پرون ویلي چې د روان میلادي کال لپاره د بېرته ستنېدونکو کډوالو، کورنیو بېځایه شویو او د طبیعي پېښو د زیانمنو شویو کسانو لپاره د خوندي سرپناه د برابرولو په موخه له غوښتل شوې ۱۶۰ میلیونه ډالرو بودجې څخه یوازې ۴.۷ سلنه، چې اووه میلیونه ډالر کېږي، برابر شوي دي.
د ملګرو ملتونو د غوښتل شوې بودجې پاتې ۱۵۳ میلیونه ډالرو ته تر اوسه هېڅ هېواد یا ادارې د تمویل ژمنه نه ده کړې.
