بنګلهدېشۍ ډیپلوماټې رباب فاطمه په رسمي ډول د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه کار پیل کړ.
یوناما نن (یکشنبه، د تلې ۲۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې رباب فاطمه کابل ته رسېدلې او خپل کار یې پیل کړی دی.
نوموړې د قرغزستان د سیاستوالې او ډیپلوماټې رزا اوتنبایوا ځایناستې شوې ده، چې د ۲۰۲۲ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې یې د یوناما مشري کوله.
یوناما ویلي چې رباب فاطمه «په ملي او نړیواله کچه د ملکي خدمتونو، دوهاړخیزې او څواړخیزې ډیپلوماسۍ، د پالیسۍ جوړولو، د حقونو د غوښتنې او د پروګرامونو د طرحې او پلي کولو» په برخو کې تر ۳۰ کلونو ډېره کاري تجربه لري.
د یوناما د اعلامیې له مخې، نوموړې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د مشرې په توګه تر ټاکل کېدو مخکې «د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او د لږ پرمختللو هېوادونو، په وچه کې راګیرو پرمختیايي هېوادونو او کوچنیو ټاپووزمهیي پرمختیايي هېوادونو لپاره د دغه سازمان د عالي استازې» په توګه دنده ترسره کوله.
رباب فاطمه له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په ملګرو ملتونو کې د بنګلهدېش سفیره او دایمي استازې هم وه. په دې موده کې یې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (۲۰۲۰) او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (۲۰۲۲) د اجرائیوي پلاوو د مشرې او همدارنګه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP)، د نفوسو صندوق (UNFPA) او د پروژو د خدمتونو دفتر (UNOPS) د اجرائیوي پلاوو د مرستیالې په توګه دندې ترسره کړې دي.
نوموړې په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د سولې جوړونې کمېسیون د مشرې په توګه وټاکل شوه او په دې توګه د دغه کمېسیون لومړنۍ ښځینه مشره شوه. هغې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اووه اویایمې غونډې د مرستیالې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
رباب فاطمه ملګرو ملتونو ته تر تګ مخکې، له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په جاپان کې د بنګلهدېش سفیره وه او له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د عمومي رئیسې په توګه دنده ترسره کړې ده.
هغې په نیویارک، جنیوا، بیجینګ او کلکته کې د بنګلهدېش په استازولیو او همدارنګه د خپل هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې په بېلابېلو دندو کې کار کړی دی.
نوموړې د کډوالۍ په نړیوال سازمان کې هم دنده ترسره کړې او په لندن کې یې د مشترکالمنافع هېوادونو د دارالانشا د بشري حقونو د برخې مشري هم کړې ده.
مورنۍ ژبه یې بنګالي ده، خو په انګلیسي هم خبرې کوي او پر هندي او اردو ژبو هم پوهېږي.
رباب فاطمه په داسې حال کې د یوناما مشري پر غاړه اخلي چې طالبانو د افغانستان پر ښځو محدودیتونه زیات کړي او هڅه کوي چې ښځې او نجونې په بشپړ ډول له عامه ژوند څخه لرې کړي.
د هغې د مخکینۍ مشرې، رزا اوتنبایوا، ماموریت له پراخو نیوکو سره مخ و. د ښځو او بشري حقونو یو شمېر فعالانو هغه د طالبانو په «سپینښودلو» تورنوله.
