د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ویلي، اسرائیلي مېشتځایونو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې، پر یوه امریکايي خبریال تر برید یوه ورځ وروسته، پر اروپايي ډیپلوماټانو هم برید کړی دی.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پروو ویلي، د شنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) اسرائیلي مېشتځایونو پر فلسطیني ملکي وګړو، د فرانسې پر یوه ښاروال، په فلسطین کې د بلجیم پر قونسل، فرانسوي او پولنډي ډیپلوماټانو او کاتولیک استازو برید کړی دی.
پروو په ایکس کې په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې په دغه برید کې د بلجیم د سیاسي استازولۍ یوه موټر ته هم زیان رسېدلی دی.
هغه ویلي: «اسرائیلي چارواکي، د اشغالګر ځواک په توګه، باید د فلسطینیانو ساتنه وکړي، د ډیپلوماټانو او خبریالانو امنیت تضمین کړي او عاملان د خپلو کړنو په سزا ورسوي. د تاوتریخوالي کوونکو مېشتځایونو د اوسېدونکو معافیت باید پای ته ورسېږي.»
د فرانسې په شمال کې د اولنوئه-ایمري ښاروال برنارد بودو، رویټرز ته ویلي چې د فلسطینیانو د یوې مسیحي کلي طیبه ته نږدې، له ځايي خلکو سره د پیوستون په موخه د زیتونو په راټولولو بوخت و، چې نقاباغوستونکو مېشتځایونو پرې «سخت برید» وکړ.
هغه ویلي: «هغوی زه پر ځمکه وغورځولم.»
د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماچي ویویور په ایکس کې په یوه پیغام کې تایید کړې چې پر هغه کاروان برید شوی چې ډیپلوماټان، د پولنډ چارواکي هم پکې وو.
هغه ویلي: «د ډیپلوماټیکو پلاوو پر غړو برید په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی.»
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګیدون ساعر دغه برید غندلی او عاملان یې «اسرائیلي ګډوډيجوړوونکي» بللي دي.
هغه ویلي چې ډیپلوماټان باید د اسرائیلي پوځ له همغږۍ پرته دغو سیمو ته سفر ونه کړي.
نوموړي په ایکس کې په یوه اعلامیه کې لیکلي: «دغه ډول همغږي د لیدونکو د امنیت په ساتلو کې مرسته کولای شوه.»
د فلسطین د ولسمشر مرستیال حسین الشیخ هم دغه برید غندلی او دا یې د هغه «ورځني ترهګرۍ» یوه کوچنۍ بېلګه بللې چې فلسطینیان ورسره مخ دي.
په تېرو درېیو کلونو کې په لوېدیځه غاړه کې پر فلسطینیانو د اسرائیلي مېشتځایونو د اوسېدونکو بریدونه زیات شوي دي. اوس خبریالان، فعالان او بهرني څارونکي هم په نښه کېږي.
د جمعې په ورځ لسګونو نقاباغوستونکو مېشتځایونو پر هغو فلسطینیانو برید وکړ چې په لوېدیځه غاړه کې یې د زیتونو حاصلات راټولول.
د «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼې عکاسه او امریکايي خبریاله هایدي لوین، چې د حاصلاتو د راټولولو د فصل په اړه یې راپور چمتو کاوه، د نقاباغوستونکو مېشتځایونو له برید وروسته په روغتون کې بستر ده. په دغه برید کې د هغې یوه پښتۍ ماته شوې او د ملا تیر څلور مهرې یې زیانمنې شوې دي.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر پر اروپايي ډیپلوماټانو تر برید وروسته ویلي: «فلسطینیان هره ورځ له دغه ډول تاوتریخوالي سره مخ دي. مېشتځایونو اوسېدونکي هغه خبریالان هم په نښه کوي چې د دغو پېښو په اړه راپورونه چمتو کوي، او ډیپلوماټان هم په نښه کوي. د زیتونو راټولول، د خبرونو چمتو کول یا د ډیپلوماټیکو دندو ترسره کول باید هېڅکله څوک د برید له خطر سره مخ نه کړي.»
هغه زیاته کړې چې بلجیم تر دې وړاندې په لوېدیځه غاړه او جولان لوړو کې له اسرائیلي مېشتځایونو څخه د توکو پر وارداتو د بندیز اعلان کړی و او هڅه به وکړي چې د اروپايي ټولنې په کچه «د دغو تاوتریخوالو د عاملانو او د هغوی د ملاتړو» پر ضد بندیزونه ولګول شي.
