د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) نوې مشرې رباب فاطمې په خپله لومړۍ لیدنه او خبرو کې پر متقابل تفاهم او د رغنده تعامل پر دوام ټینګار کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن ماښام (یکشنبه، د تلې ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې د دې لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دواړو لورو د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا، بېرته راستنېدونکو کډوالو بشري اړتیاوو او د بشري مرستو د اغېزمنې همغږۍ په اړه بحث او خبرې کړې دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې په دې برخه کې له سیاسي مسایلو څخه د اقتصادي فعالیتونو او بشري مرستو پر جلا ساتلو، د بشري اړتیاوو پر پوره کولو او د پراختیايي او بنسټیزو پروژو د ملاتړ پر زیاتولو ټینګار شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پر دې سربېره، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راپورونو او ارزونو په تړاو د کره او باوري معلوماتو پر کارولو، د واقعي وضعیت پر متوازن انعکاس او د طالبانو له اړوندو ادارو سره پر لازمې همغږۍ ټینګار شوی دی.
د دغه وزارت په وینا، دواړو لورو د اقلیمي بدلونونو په برخه کې د افغانستان د اړتیاوو او ننګونو د حل لپاره د همکاریو په اړه هم خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دواړو لورو د دوحې بهیر د خصوصي سکټور د کاري ډلو او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د فعالیتونو، د دغو ډلو د راتلونکو غونډو او د اړوندو سازمانونو ترمنځ د همغږۍ په اړه هم خبرې کړې دي.
دغه وزارت لیکلي چې د لیدنې په پای کې دواړو لورو د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) تر اوسه د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.
دا د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمې لومړۍ لیدنه ده چې له یوه طالب چارواکي سره یې کوي.
دغه بنګلهدېشۍ ډیپلوماټه تازه کابل ته رسېدلې او خپل کار یې پیل کړی دی.
