د یمن د شبوه ولایت د رسنیو دفتر اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې د دولتي ځواکونو پر یوه روزنیز کمپ د حوثیانو په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۳ تنو ته لوړ شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه دفتر نن (سېشنبه، د میزان ۲۸مه) اعلان کړی، چې د برید له امله ۱۴ کسان لا هم لادرکه دي.
دغه برید پرون ترسره شوی و او د یمن پوځي سرچینو په لومړیو کې د ۳۰ کسانو د وژل کېدو او د ۷۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.
ځايي چارواکو ویلي وو، چې درې بالستیک توغندي د روزنې په حال کې د امنیتي ځواکونو پر ځای لګېدلي دي.
رویټرز لیکلي، چې یوه ویډیو یې تایید کړې ده، چې پکې ټپیان او په وینو لړلي جسدونه پر ځمکه لیدل کېږي.
د شبوه والي، عوض الوزیر ویلي، چې په دغه برید کې تر ۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.
د حوثیانو پوځي ویاند، یحیی سریع ادعا کړې، چې دغه روزنیز کمپ د سعودي عربستان د ځواکونو له خوا اداره کېده.
رویټرز لیکلي، چې سعودي چارواکو لا هم د دې موضوع په اړه د څرګندونو لپاره غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
د یمن هغه حکومت چې نړیوال مشروعیت لري او د سعودي عربستان ملاتړ ورسره دی، په ۲۰۱۴ کال کې د حوثیانو له خوا د دغه هېواد د پلازمېنې صنعا تر نیولو وروسته د یمن سوېلي ښار عدن ته شاتګ وکړ.
سعودي عربستان په ۲۰۱۵ کال کې د یوه ائتلاف په جوړولو سره د یمن له حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او له حوثي وسلهوالو سره یې جګړه پیل کړه. د حوثیانو او د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف د ځواکونو ترمنځ جګړه په ۲۰۲۲ کال کې د اوربند د هوکړې له مخې پای ته ورسېده.
خو د روان کال په سپټمبر میاشت کې د صنعا پر هوايي ډګر له یوه برید وروسته، حوثیانو له سعودي عربستان سره اوربند پای ته ورساوه او د دواړو لورو ترمنځ جګړه یو ځل بیا پیل شوه.
حوثیانو په دې موده کې د بابالمندب تنګي ته نږدې سیمو ته پرمختګ کړی او د تعز ښار یې کلابند کړی دی؛ خو دولتي ځواکونو هم د دغو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.
د جګړې له بیا پیل کېدو وروسته، حوثیانو څو ځله د سعودي عربستان پر اهدافو هم بریدونه کړي دي، چې په هغو کې د دغه هېواد هوايي ډګرونه او د تېلو تاسیسات د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
