«د افغانستان د ملي مقاومت جبهې» تایید کړې چې د دې جبهې یو قوماندان «میرویس خان» له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.
دې جبهې نن ماښام (سېشنبه، د میزان ۲۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې میرویس خان دوه ورځې وړاندې د هندوکش په غرونو کې وژل شوی دی.
«د افغانستان د ملي مقاومت جبهې» زیاته کړې چې نوموړی وروسته له هغې ووژل شو چې د طالبانو درې غړي یې ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.
د یکشنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی و چې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» دغه قوماندان د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ په سیمه کې د طالبانو د استخباراتي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې یوې رسنۍ، چې «سجیل» نومېږي، لیکلي وو چې میرویس د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د عملیاتي ستاد د قوماندان صالحمحمد ریګستاني خورزی و.
تر دې وړاندې هم د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» یو شمېر قوماندانان له طالب ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
«د افغانستان د ملي مقاومت جبهه» چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته جوړه شوې، د دې ډلې پر وړاندې وسلهواله مبارزه کوي او خپل هدف یې د طالبانو له واکمنۍ څخه د افغانستان ازادي اعلان کړې ده.
