سي‌بي‌اېس نیوز: ټرمپ له خپلو سلاکارانو سره د پیت هګست د ګوښه کولو په اړه مشورې کوي

سي‌بي‌اېس نیوز د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځمهاله ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته له خپلو سلاکارانو څخه په حضوري او ټیلیفوني خبرو کې پوښتلي، چې ایا پیت هګست باید د دفاع وزیر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي او که نه؟

دې رسنۍ د یوې باخبره سرچینې په حواله لیکلي، چې د فلوریډا جمهوري‌پال والي ران ډیسانتیس د هګست د احتمالي ځایناستي په توګه مطرح شوی دی. ویل شوي، چې نوموړی کولای شي د امریکا د سنا مجلس د تایید رایې ترلاسه کړي.

سي‌بي‌اېس نیوز زیاته کړې، چې د نورو سرچینو په وینا، ټرمپ لا هم د هګست د ځایناستي په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کېلي هم سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي، چې ولسمشر ټرمپ «پر وزیر هګست بشپړ باور لري».

د منځمهاله ټاکنو له ترسره کېدو مخکې، دیموکراتانو د پیت هګست د استیضاح هڅې کولې. اوس چې دیموکراتانو په ټاکنو کې د کانګرس په دواړو مجلسونو کې غوڅ اکثریت ترلاسه کړی، د ټرمپ د دفاع وزیر د استیضاح لپاره د هڅو د زیاتېدو احتمال هم شته.

سي‌بي‌اېس نیوز لیکلي، چې د سپینې ماڼۍ ځینو مرستیالانو اټکل کړی، چې د جمهوري‌پالو د منځمهاله ټاکنو د ماتې یوه برخه پړه به د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د قوماندان براد کوپر او د پوځ د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې د مشر ډان کېن پر غاړه واچول شي؛ ځکه دواړو د ایران پر وړاندې د جګړې په رهبرۍ کې مهم رول درلود.

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې درنې ماتې جمهوري‌پال ګوند له داخلي اختلافاتو سره مخ کړی دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس د ایران پر وړاندې جګړه، اقتصادي ستونزې او له اسرائیلو څخه ملاتړ په دغو ټاکنو کې د جمهوري‌پالو د ماتې له مهمو لاملونو بللي دي.

جمهوري‌پالو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو کنټرول له لاسه ورکړ. دیموکراتانو په دغو ټاکنو کې ان په ځینو هغو ایالتونو کې هم بریاوې ترلاسه کړې، چې په دودیز ډول د جمهوري‌پالو پیاوړې اډې ګڼل کېدې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته