د اسلامي همکاریو سازمان وايي، د افغانستان په چارو کې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د تماس ډلې په یوه مقدماتي تخنیکي غونډه کې هغه نقشه وڅېړله چې له طالبانو سره د دغه سازمان د منظم او جوړښتي تعامل زمینه برابروي.
د اسلامي همکاریو سازمان د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه نن (یکشنبه، د لیندۍ لومړۍ) د سعودي عربستان په جده ښار کې جوړه شوې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي بدلونونو او بشري وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د دریځ اړوند مهمې موضوعګانې وڅېړلې او له طالبانو سره د تماس ډلې د تعامل د لارښوونې لپاره یې د یوه پړاویز چوکاټ د جوړولو لارې چارې وارزولې.
د اسلامي همکاریو سازمان ویلي چې د دغه چوکاټ له مخې، تعاملات باید په داسې ډول ترسره شي چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي او په دغه هېواد کې د ثبات او پرمختګ له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
دغه سازمان زیاته کړې چې په دې غونډه کې هغه لومړیتوبونه هم وټاکل شول چې د تماس ډله به پرې تمرکز کوي، څو د «بهرنیو چارو وزیرانو شورا» اړوند پرېکړهلیکونه عملي کړي او د ګډو لومړیتوبونو په اړه له طالب چارواکو سره مستقیمې او رغنده خبرې اترې وکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له دې ډلې سره په اړیکه او تعامل کې دی. خو د دغه سازمان چارواکو د طالبانو پر ځینو سیاستونو، د نجونو پر زدهکړو د بندیز په ګډون، نیوکې کړې دي.
