د «افغانستاني ښځو د سولې کړۍ» غونډه د هسپانیې په مادرید ښار کې جوړه شوه او ګډونوالو په کې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د عدالت غوښتنې د همغږۍ پر لارو، د سولې په هڅو کې د ښځو پر رول او د افغانستان د راتلونکي په اړه د پرېکړو په بهیر کې د هغوی پر مستقیم حضور خبرې وکړې.
دغه غونډه نن (یکشنبه، د لیندۍ لومړۍ) په مادرید کې د افغانستان د ښځینه فعالانو د څلورمې ناستې د مقدماتي غونډې په توګه جوړه شوې ده. ټاکل شوې چې د افغانستان د ښځینه فعالانو څلورمه غونډه، چې «موږ ته غوږ ونیسئ» نومول شوې، سبا د هسپانیې په پلازمېنه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ جوړه شي.
د غونډې جوړوونکي وايي، د «افغانستاني ښځو د سولې کړۍ» مقدماتي غونډه یو فرصت و، څو د ښځو د بنسټونو استازې له اصلي غونډې مخکې د خپلو ګډو غوښتنو او د هغو د تعقیب پر لارو چارو خبرې وکړي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې لا هم د طالبانو له لوري د زدهکړو، کار او په عامه ژوند کې د ګډون په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
هغه افغانې ښځینه فعالانې چې اوس له هېواده بهر ژوند کوي، په وروستیو کلونو کې یې هڅه کړې چې د هېواد د ښځو غږ نړۍ ته ورسوي او د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د «جنسیتي اپارتاید» په توګه ثبت او جرم وپېژندل شي.
