نوموړی زیاتوي، چې د کجکي بند په کاسه کې د اوبو اندازه په زياته اندازه کمه شوې، نو ځکه یاد ریاستونو د یو کډ تفاهم له لارې د یاد بند اوبه بندې او د ۴۰ ورځو لپاره به پر خلکو برېښنا قطع وي.
له دې وړاندې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې هم د ښوونځي پر زده کوونکو د هاوان مرمۍ د لوبو پر مهال چاودنه کړې وه، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۷ ماشومان ټپیان شوي وو.
یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (پنج شنبه، ۱۲ د غبرګولي) اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ پکتیا کې د طالبانو د زندان څخه په قتل تورن کس له بند څخه پښې سپکې کړي او په تېښته بریالی شوی دی.
ارغنداب کې د طالبانو امنيتي مسوولين وايي، دغه ځوان سيد احمد صمدي نومېده او نن (چهارشنبه، ۲۳ د وري) مازدیګر د ارغنداب ولسوالۍ اړوند «سرکاري باغ پله» سره اوبو ډوب کړی دی.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند وایي، مړ شوی کس یو مسلکي برقي و، چې په یو کور کې د برېښنا په برخه کې د کار کولو پرمهال برق نيولی او روغتون ته له رسېدو وړاندې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
رحمت الله زیاتوي: «له څو مياشتو راهيسې مې د خپلې کورنۍ لګښت کم کړی او پیسې مې سپمولې او اوس مې بې سرپرستو او يتيمو ماشومانو ته چې شمیر یې ۴۰۰ ماشومانو ته رسیږي د اختر لپاره جامې واخيستې.
حقاني د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان لا هم امریکا ته د خپل دښمن په سترګه ګوري، نموړی وایي: «دا مهال موږ دوی ته د دښمن په سترګه نه ګورو او موږ په وار وار د ډیپلوماسۍ په اړه خبرې کړې دي. اوس وخت ددې دی چې ډیپلوماسۍ له لارې وغږیږو.»
د وژل شوي کس د کورنۍ غړي د نوموړي قاتلين د هغه د تره زامن او تره ياد کړي چې وروسته يې د قومي پریکړې له مخې د دغه تورن کس کور ته ځايي خلکو اور اچولی او په بشپړه توګه يې سوځولی دی.
د الکوزي په خبره، چې د دغې شورا په راس کې د سويل لويديځې حوزې شاوخوا دېرش تنه پخواني جنرالان، د پخواني پارلمان ځينې غړي، ښځينه چارواکي او سياستوال شتون لري.
له دې یوه اونۍ وړاندې هم په دغه ولایت کې درې کسان د غلا په جرم په عام محضر کې په دُرو وهل شوي و او همدا تېره ورځ بیا په فراه ولایت کې د طالبانو حکومت یو تن اعدام کړ.