د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د سلمانیانو شمیر تر ۵۰۰ پورې رسیږي چې په زرګونو کسان په کې په کار بوخت دي، خو د طالبانو د امربالمعروف د لګول شوي بندیزونو له کبله زیات شمیر سلمانیان د اقتصادي ستونزو مخ او خپل کاروبار یې پرییښی دی.
پرلت وهونکی سميع الله وایي، د خپلو مشرانو او پرلت له لارې هڅه کوي چې غوښتنې یې ومنل شي، خو په وینا يې که د پاکستاني حکومت سره پایلې ته ونه رسیږي، نو د ښارونو دروازې به وتړي او په واټونو کې به یې لاريونونه پېل کړي.
خامک ګنډل که څه هم په کتان، نخي او جالۍ باندې کاریږي، خو تر ټولو ښه ټوکر چې خامکي کار پرې کېږي، هغه د پاناما ټوکر دی چې ډیر مینه وال لري او په سویلي ولایتونو کې د نارینه دودیزو جامو لپاره همدا ټوکر ډیر کارول کېږي.
د شونګړۍ درې اوسېدونکي وايي، د پاکو اوبو شبکې د خرابوالي له امله یې کوچني اولادونه هره ورځ د خوړو اوبو پسې ځي، چې دې چارې له زده کړو هم بې برخې کړي.
ښځینه سوداګرې شکايت کوي او وايي، چې ډیر کله د سوداګرو ښځو کار د طالبانو په دولتي ادارو کې ځنډېږي او له طالبانو غوښتنه کوي چې دا ستونزه ژر حل او ښځینه سوداګرو ته دې زياتې اسانتياوې رامنځته کړي.
د نورستان د مرکز پارون او لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي، چې وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې په دې برخه کې د طالبانو پر کم کارۍ نیوکې لري.
په هلمند کې زیات شمیر ماشومان، ښځې او نارینه چې د ماین په چاودنه کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي د سویډن کمیټې له خدماتو برخمن او د دې خدماتو پرمټ نسبتا توانیدلي وو چې د خپل ژوند چارې سمبال کړي.