سلسله علي خېل
د افغانستان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه‌پال پر خپل ټوېټر طالبان د دې پېښې مسوول ګڼلي دي. د طالبانو ډلې پخواني غړي عبدالسلام ضعیف هم پاکستان کې د افغانستان د سفیر د لور اختطاف او شکنجه، د ټولو افغانانو د پت خبره یاده کړې ده.
د غوښې قرارداد وزارتونو سره
د لیندۍ په اتمه دفاع وزارت د ملي تدارکاتو کمېسیون له خوا د مسلخ دولتي شرکت سره د دوه قلمه غوښې قرارداد اړوند د دوو پرېکړه په اړه لیکي چې د کمېسیون د ۴۳۰۹ پرېکړې څېړنې لپاره، د پالیسۍ او سټراټیژۍ ادارې مسوولین له مسلخ څخه له لیدلو وروسته، د هغې توانایي یې تایید کړې ده.
پکتیکا
تروې د پکتیکا هغه ولسوالي ده، چې اوسېدونکي یې د دې ترڅنګ له ګڼو نورو اسانتیاوو هم بې برخې دي، خو پوهنې برخې ته یې هیڅ پام نه دی شوی او د ځايي خلکو په خبره چې د ښوونځیو امتیازات یې هم د چارواکو جیبونو ته ځي. د دې ولسوالي قومي مشر شېر محمد اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د پوهنې ریاست د توپیري چلند له امله له تېرو ۱۹ کلنو راهیسې د دوی ولسوالي د پوهنې له اړخه هېره کړې او د ښوونکو معاشونه هم د فساد له امله د نورو جیبونو ته ځي.
کندهار ښار
خلکو یو څو دقیقې وروسته د عبدالباقي د کورنۍ یو غړی له خاورو راباسي. د نوموړي د مشر ورور محمد موسی بې روحه جسد، ورپسې یې بل ورور محمد قاسم او بیا یې د ښځو او زامنو او لورګانو بې روحه جسدونه یو بل پسې راوباسي.
کندهار
دا د دوه طالب جنګیالیو خبرې وې چې تېره اونۍ مازديګر ناوخته د پولیسو يوه افسر د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې د جګړې له کرښې شاته اورېدې. هغه مهال د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د ارغنداب ولسوالي او د کندهار ولايت له مرکز څخه څو کيلو متره لرې سيمه کې، چې د پوليسو افسر «جوی لاهور» بلله، جګړه روانه وه.
موریا کمپ
د کډوالو د حقونو دا فعال وايي چې په ۲۰۱۶ کال کې اروپايي ټولنې له ترکيې سره هوکړه وکړه چې اروپا ته د پناه غوښتونکو له ورتګ د مخنيوي لپاره، سرپټي کمپونه جوړ کړي، چې ځينې دا کمپونه د يونان په جزيرو کې دي.
د کابل پولیتخنیک پوهنتون لیلیې لګښتونو کې میلیونونه افغانۍ غلا شوي
په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ لمریزو کلونو کې د کابل پولیتخنیک لیلیې لپاره په را نیوونکو او مصرفوونکو خوراکي توکو، ګازو او د یاد پوهنتون نورو اخیستونکو توکو کې په میلیونونه افغانۍ «غلا او اختلاس» شوی دی.