د دغې راډيو نشراتي مسوول ذبيح الله ايوبي اطلاعات روز ته وويل، چې په راډيو کې يې د کېدونکو مصارفو توان نه درلود نو ځکه مجبور شول، چې نشرات بند او خپل کارمندان رخصت کړي.
د پکتيا ولايت په سيدکرم ولسوالۍ کې د هغو ۱۷۱ څارويو د قاچاق مخه نيولې، چې له کندهار ولايت څخه راوړل شوي وو او غوښتل يې په ناقانونه ډول يې د ډنډ پټان ولسوالۍ له لارې پاکستان ته قاچاق کړي
ځایي سرچینې وایي، دغه تن نن ماسپښين (سهشنبه، ۲۳ د لېندۍ) شاوخوا يوه بجه په مرکز ګردېز ښار کې چې د خلکو په وينا ذهني ناروغ هم و، باروړنکي موټر ته ځان غورځولی او په هماغه ځای کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
روږدي کسان په مرکز کې د ګردېز لرغوني بالاحصار لاندې په يوه لويه سمڅه کې د راټولېدو ځای لري چې ياد ګڼ کسان پکې بېلابېلې نشې کوي.
اطلاعات روز: په پکتيا ولايت کې د طالبانو د روغتيا برخې مسوولين وايي چې د دې ولايت په مرکز ګردېز...
اطلاعات روز: په پکتيا ولايت کې د طالبانو امنيې قومانداني د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ګرديز...
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دغه وسلو کې ۱۸ ميله کلاشينکوفونه، ۴۹ ميله تفنګچې او ورسره يو ويډز موټر د طالبانو د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
مسوولين وايي په دې ليليه کې به د داسې سيمو زده کوونکي جذب او د ګردېز ښار په بېلابېلو ښوونځيو کې زده کړې ورکړل شي، چې سيمې يې له تعليمي اړخه وروسته پاتې او يا د ناامني له امله متاثره شوې وي.
د ګردېز اوسېدونکي اسماعيل وويل چې قصابان د ښار په منځ کې د سړکونو په غاړه حلاله کوي او په کار کې د صفايي اصول په پام کې نه نيسي.
د پکتيا په حوزوي روغتون کې يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط تېره ورځ ناوخته(سې شنبه،۲۰، د ثور) اطلاعات روز ته وويل، چې دوی ته د پېښې له ځايه يو جسد او دوه ټپيان چې روغتيايي حالت يې نازک و ور وړل شوي دي.