بربوک له خپلو هالنډي او فرانسوي سيالانو سره په خبرو کې زياته کړې، چې پر طالبانو بايد د بشري حقونو د تروړنې په خاطر بنديزونه ولګېږي.
د سرې میاشتې په وینا، دا ډاکټران سږ کال د سلواغې له ۲۰مې تر ۲۵مې د ناروغ ماشومانو معاینه، تشخیص او ټاکنه پیلوي.
د جرمني سفارت ويلي: «په ښکاره به ووايو: که د افغانستان خلکو ته مرسته نه رسېږي، که خلک له لوږې، يخ او د موادو له کمښت او يا نشتونه کړېږي، د دې مسووليت يوازې د اوسنيو واکمنو پر اوږو دی.»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر نن (چهارشنبه، ۱۵ د چنګاښ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې المان د افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې دوهم ستر مرستندویه هېواد دی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې ۱۵۲.۶ میلیونه یورو مرسته کړې ده.