له تاجکو او هزاره نجونو سره د طالبانو د مبلغينو تر تاوتريخجن چلند او د هغوی تر نيولو وروسته زياتو خلکو استدلال کاوه چې طالبان د قومي ډلو تحقیر او سپکاوی کوي.
يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته وويل، چې دغه دوکانونه د لښکرګاه ښار د الجديد په سوداګريز مارکېټ کې موقعيت لري او مالکانو يې د تېرې جمعې ورځې لمانځه کې برخه نه وه اخيستې.
کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف مسوولين زیاتوي، که هر څوک له محرم پرته یوه ښځه موټر ته پورته کړي او د دوی د دغې پريکړې څخه سرغړونه وکړي سزا به ورکړي.
سرچينې زياتوي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبين خلکو ته وايي، چې د نوروز لمانځل حرام دي او په دې ورځ ميله کول ګناه لري. دوی همدا راز وايي چې خلک کولای شي په نورو ورځو کې تفريح ته ولاړ شي.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکې عزیزه وایي، د طالبانو یادې پریکړې له امله هغه خلک او مېرمنې له ستونزو سره مخ دي چې یا یې خاوندان مسافر او یا کونډې وي.
په دغه سیمنار کې د طالبانو امربالمعروف وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي ویلي، امربالمعروف د طالبانو د نظام خلاصه ده؛ طالب مسوولین یې باید په سمه توګه استازیتوب وکړي.