د خوست ولایت د پوهنې ریاست طالب مسوولین وايي، پلان لري چې د صبریو ولسوالۍ په ګډون د دغه ولایت په ټولو سیمو کې د زده کوونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د زده کړو مناسب چاپیریال ورته برابر کړي.
ننګرهارکې یو له دغو بي سرپناه ښوونځيو څخه د دره نور ولسوالۍ دستن کلي د اناثو ابتدایه ښوونځي دی، چې زده کوونکي یې د ښوونځي د ودانۍ نشتون له امله د ونو او دیوالونو د سیوري لاندې زده کړې کوي.
د کونړ یو شمېر اوسېدونکي هم ټینګارکوي چې د طالبانو حکومت دې د پوهنې د پرمختګ په برخه کې دغه ولایت ته پاملرنه ډېره کړي.