امرالله صالح د نن (دوشنبه، ۲۹ مرغومې) شپږ نیمو بجو له غونډې پر خپلې فېسبوکپاڼې خپرې شوې اعلامیه کې ویلي چې په لویو ښارونو کې د ترور یا وژنو کچې لوړېدو تر ټولو محوري لامل دا دی چې د ده په وینا د نیول شویو طالبانو فکر دا دی چې بېرته ازادیږي.
د دې شورا ویاند رحمت الله اندړ نن (چهارشنبه، ۶ د کب) پر خپل ټوېټر لیکلي، چې طالبانو خپلې ژمنې ماتې کړي او تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی. د هغه په وینا، طالبان د نورو کلونو خلاف سږ ژمي کې خپله جګړه کمه کړې هم نه ده.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړې، له هغه وخت راهیسې چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی، پر هزاره ګانو وحشیانه بریدونه چې ځینې یې د داعش له خوا ترسره شوي، دوام موندلی.
بلینکن د افريقا په ساحل سيمه او افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) پر ملګرو ډلو هم بحث کړی دی. ده ويلي چې د را پيدا کېدونکو خطراتو په اړه بايد ځان خبر وساتو او بايد ډاډ تر لاسه کړو چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو په خوندي پټنځای نه بدلېږي.
د پاکستان د دفاع وزير دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د دې هیواد پوځ پرون د یوې اعلاميې له لارې افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان د غړو د ازاد تګ – راتګ او په تروريستي فعاليتونو کې د افغان وګړو د ښکېلتيا په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه.
شووالوف په عین حال کې د افغانستان له خاورې د شونې ګواښونو د مخنيوي لپاره پر خپلو سياسي او نظامي – تخنيکي تياريو تينګار کړی دی.