د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيالۍ ويلي، چې د دې پارک د بيا رغونې په طرحه کې تر ځمکې لاندې د سوداګريز مرکز جوړول، سوداګريز کمپليکس، د ښځو لپاره ځانګړی سوداګريز مرکز، د فوټسال ميدان، څو تفريحځايونه، څو ريسټورانټونه، مسجد، د لامبو وهلو ډنډ او د نقليه وسايطو پارکينګ په نظر کې نيول شوي دي.
ځاځي اریوب د پکتیا ولایت له طبیعي ښکلا لرونکو ولسوالیو ګڼل کیږي، چې د منډیر غرونه یې په دنګو نښترونو...
له دې پارک څخه زموږ موخه او په دې ځای کې د دوه میلیونه امریکايي ډالرو مصرف دا دی، چې هم ولس ته د ارامه ژوند زمینه برابره شي او بل ترڅنګ به نور پانګوال هم وهڅیږي، چې په خپل هیواد کې پانګونه وکړي.»
د اریوب ولسوالۍ اوسېدونکي د لارې خرابوالی، مخابراتي ستونزې او پاکو اوبو ته د نه لاسرسي ستونزې هغه څه بولي چې د سیلانیانو تفریحي پروګرامونه یې پېکه کړي دي.
دغه پارک چې د ګردېز ښاروالۍ تر نظارت لاندې یې د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه، ورته ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شوي و، خو اوس یې پر ځای یوازې د یو جومات د رغونې کارونه دوام لري.