څوکۍ، درین او هېلګل د کونړ د غازي آباد ولسوالۍ هغه درې دي، چې ځايي اوسېدونکو یې د شاوخوا دوه سوه کېلو متره سړکونو د جوړولو چارې پېل کړې دي.
د کونړ خلک نیوکه کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې ولایت کې لویې او بنسټیزې پروژې نه دي پلي شوي، چې له امله یې په یاد ولایت کې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو ګراف هم مخ په پورته روان دی.
نورستانیان د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د پخواني جمهوري حکومت په څېر دې د ژمنو له تازه کولو ډډه وکړي او د پارون ـ اسعد آباد لویې لارې د اساسي جوړولو لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي.
د زرمت-ګردېز لارې پخېدو موضوع د پخواني جمهور رییس حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال راپورته او په هماغه وخت کې خلکو سره د پخېدو ژمنې پیل شوې، چې تر ننه دوام لري.