پوښتنه دا ده، چې ارګ ولې د افغان سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي؟ یو نظر دا دی چې په ارګ کې د ځینو حاکمو وړو او غټو ډلګیو ګټې په جګړې کې خوندي دي، که سوله وشي دوی به د ټولو هغه ناکاریو، فسادونو او بدمرغیو حساب ورکوي چې د دوی له وجې رامنځته شوي دي او له سولې وروسته دا کار حتمي دی.
د افغانستان د اوبو د زېرمو د سرچینو د ښه مدیریت په وړاندې یوه له لویو ستونزو څخه د ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو په پرتله د افغانستان د غیر متوازن پرمختګ مسله ده. افغانستان په تیرو څو لسیزو کې د داخلي بې ثباتي او ناامنۍ له امله د اوبو کنټرول او اداره کې پاتې راغلی.
افغانستان یو داسې هیواد دی، چې د ګاونډیو هیوادونو په پرتله وروسته یی پرمختګ کړی. دا د فرامرزی یا له پولو ور اخوا سیند مدیریت؛ د کلاسیک رژیم لپاره د خوب لیدلو په څیر یو امر بلل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې ایران د افغانستان ګډ سیندونو باندې تر ٦٠٠ پورې بندونه جوړ کړي، خو افغانستان کې يواځې ٤ بندونه پرهمدې اوبو د جوړیدو په حال کې دي .