د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف نن (يکشنبه، ۲۲ د سلواغې) پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې په ټول هيواد کې زده کوونکو ته زده کړييز مواد او درسي کتابونه برابروي.
د روکیان لېسې امر عحب خان عابد وایي، که څه هم په افتخاري ډول ځینې کسان د ښوونکو په توګه ورسره کار کوي او د ښوونکو د کمښت ستونزه یې تر یوه بریده ورهواره کړې، خو د درسي خونو، احاطې او کتابونو کمښت یې د زده کړو بهیر ټکنی کړی دی.
په همدې حال کې بیا د دې لېسې زده کوونکي هم د مسلکي ښوونکو او درسي موادو د کموالي ستونزه جدي بولي، د دولسم ټولګي زده کوونکی ذبیح الله ذهین وویل، چې د روکیان ښوونځي ته د لس کلیو ماشومان د زده کړو لپاره راځي، خو په دې کې یې ډېر شمېر درسي کتابونه نه لري.
نورستان کې د طالبانو د پوهنې رییس مولوي تاج محمد مطمئن وايي، چې د دغه ولایت په مرکز پارون او ولسوالیو کې ښوونځیو ته د ۱۵۰ زره درسي کتابونو د وېش بهیر پېل شوی، چې نږدې ورځو کې به یې د وېش چارې بشپړې شي.