امنیه قومندان سلطان داود سلطان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې تازه یې د عملیاتو پرمهال د اچین ولسوالۍ باغدرې سیمه له وسله والو طالبانو تصفیه کړې او له یادې سیمې بیځایه شوي وګړي کولای شي خپلو مېنو ته ستانه شي.
د پکتیا ولایتي شورا بیا د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ځايي خلکو ژوند ته اندېښنه څرګندوي او وايي، هلته میشت خلک له ګڼو روغتیايي او نورو ستونزو سره مخ دي، خو طالبان دا ادعا ردوي. د یادې شورا ریس عبدالمالک ځاځي اطلاعات روز ته وویل، چې د دوی د مالومات له مخې، چې د ولسوالیو خلکو ته طالبان دا اجازه هم نه ورکوي، چې له خپلو سیمو کډې وکړي او د برمتې په ډول یې ایسار کړي دي.
دولتي ځواکونو د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۸مه د جمعې په ورځ د هرات ښار ختیځ کې د اوبه ولسوالۍ قرارګاه تشه کړه. د اوبه ولسوال ضیاالحق نوري اطلاعات روز ته وایي، چې دا ولسوالۍ د ۴۰ ورځو محاصرې او د مرستندویه ځواک نه رسېدو له امله، د طالبانو په لاس سقوط شوه.
د هلمند خلکو استازي غلام ولي افغان اطلاعات روز ته وایي، چې طالبانو له څلور خواوو پر لښکرګاه بریدونه پیل کړي او ښار تر «ډېر لوړ» ګواښ لاندې دی. له دې سره ښاغلي افغان وایي، چې دولتي ځواکونه په ټول توان له ښاره دفاع کوي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي او له ښاره بېرون خوا ته یې پرمختګ کړی دی: «له اختر وړاندې پرتله اوس د امنیتي ځواکونو حالت غوره دی. امنیتي ځواکونو پرمختګ لرلی دی او د طالبانو د مخکې تګ مخه یې هم نیولې ده.»
د یوناما دغه راپور همدارنګه وایي، د می او جون په خونړیو میاشتو کې ډیری جګړې له ښارونو بهر نسبتآ کم نفوسه سیمو کې ترسره شوي دي. ملګري ملتونه سخته اندیښنه لري چې که په ښاري ګڼ میشتو سیمو کې پوځي کړنې ترسره شي نو د افغان ملکي وګړو لپاره به یې پایلې ناورین لرونکې وي.
د صبریو ولسوالۍ د ابادخانې، مورچې، تودې او سړې پالې او تور تنګي سیمو اوسېدونکي له مجبورې ورځې دې ته اړ شوي، چې خپلې مېنې پریږي او د ځان خونديتوب لپاره مرکز ته را بې ځایه شي.
۵۳ کلن محمد یار په تیوره ولسوالۍ کې یو هټیوال دی. هغه اطلاعات روز ته وایي، چې تیورې ته په ورغلیو سړکونو د خښ شویو ماینونو او دغه راز د طالبانو ډلې تلاشیو له امله، د دې ولسوالۍ مرکز د لومړنیو توکو له سخت کمښت سره مخ دی.
د تیوره ولسوالۍ ډېری لومړني توکي له هرات او کندهاره وړل کیږي، خو د طالبانو اقتصادي بندیز سره، هټۍ خالي شوي دي. هغه وایي، چې د ۱۰ کیلوګرامه غوړیو بیه له ۹۰۰ افغانیو ۱۲۰۰ ته پورته شوې ده او دغه راز د وریځو ۲۵ کیلوګرامه بوجۍ بیه له ۱۱۰۰ څخه ۱۶۰۰ ته رسېدلې ده.
حکم خان د دې رابېځایه شویو له ډلې بل یې هغه شخص دی، چې جګړو ترې په خیرکوټ ولسوالۍ کې له وسایلو ډک کور پریښی او د خپل سر او ماشومانو د ساتنې لپاره یې ښرنې ته پناه وړې ده، نوموړي له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې سیمه کې یې جګړو زور اخیستی و او وسله والو طالبانو به د دوی له کورونو څخه د مرچې په ډول استفاده کوله.
هرات ولایت روان کال تر بل هر وخت ډېر د طالبانو د پراخو بریدونو شاهد دی. په تازه پېښه کې طالبانو ډلې په فرسي ولسوالي کې دوه موټربمه والوځول. د یکشنې په ورځ (د غویي په ۱۲مه) دا چاودنې دومره زورورې وې، چې د پولیسو قوماندانۍ ودانۍ او دغه راز څو کورونه او هټۍ یې ویجاړې کړې. د هرات والي سید عبدالوحید قتالي اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې د طالبانو دې بریدونو پایله کې، پنځه دولتي سرتیري ووژل شول او درې نور ټپيان شول.