ګل زمینه چې خاوند یې د تیرو جګړو پرمهال وژل شوی او اوس د څلورو اولادونو سرپرستي ورترغاړې ده وایي، که اړه شوې نه وای نو هېڅکله به یې چاته د سوال لاس نه و اوږد کړی.
راضیه په لغمان کې یو له هغو کونډو او بې وزله میرمنو څخه ده، چې خاوند یې د تیر حکومت پر مهال د ملي اردو په لېکو کې وژل شوی او اوس مهال د څلورو اولادونو سرپرستي ور ترغاړې ده.
هټۍ وال وايي، چې د توکو بیې دوی نه لوړوي بلکې هغه مالونه چې دوی یې له ګاونډیو هیوادونو او یا هم پلازمینې کابل څخه اخلي، دوی ته په لوړه بیه تمامیږي.