ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې تېره ورځ د دې ولایت په مهمندرې او بټي کوټ ولسوالیو کې دوه تنه اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.
سېلابونو په کامې ولسوالۍ کې د مولوي روح الله استوګنځای نه بلکې سلګونه نور کورونه هم ړنګ کړي او د ځایي اوسیدونکو په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ولاړ فصلونه له منځه وړي دي.
په زرګونه تیږو کې چې د بریالي او قریشه او نور لسګونه کورونه یې ډک کړي و، په دې تمه وو، هغه انجونو چې پلار یې په جنګ او مور او نیا یې په سېلاب کې له لاسه ورکړې وې، را ورسېږي.
په دې ولایت کې د طالبانو پولیس وایي، یاد ځوان تېره شپه (جمعه، ۳۱ د وري) هغه مهال ژوند بایلود، کله یې چې غوښتل د «ترنګ» سیند په سیلابي اوبو کې بند پاتې ځوان وژغوري.
په پکتیکا ولایت کې هم سختو سیلابونو مالي زیانونه اړولي، د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، ډېر تلفات یې د مټاخان او بکخېلو ولسوالیو اړوند سیمو کې رامنځته کړي دي.