کلیم چې د خپلې کورنۍ د اړتیا پوره کولو یوازینۍ سرچینه همدغه د شاتو مچیو فارم ګڼي د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.
کندهار کې د شاتو مچيو فارم لرونکو د اتحاديې مسوول عبدالباري وايي، پخوا کندهار کې د شاتو پنځوسو لويو فارمونو شتون درلود چې اوس یې شمېر دوه ويشتو ته را ټيټ شوی دی.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار وایي، د شاتو مچیو د روزنکو ستونزو ته په پام د دغه ولایت د ښیوې ولسوالۍ په عبدالخیلو سیمه کې د بیرو د منصوعي ځنګل جوړیدل په پام کې لري.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ) په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې وزارت په هلو ځلو پکتیا ولایت کې د شاتو مچیو د روزنې وضعیت په بې سارې ډول مخ په کېدو دی.
د شاتو کاروباریان وایي، د طالبانو له راتګ وروسته یې تر نیمایي زیاته برخه کاریګر کورونو ته لیږلي او د پخوا په پرتله یې په عوایدو کې دوه برابره کموالی راغلی.
د بېرې د ونې شات په نړۍ کې ډېر شهرت لري او دغه راز د بېرې ونه هم د کال په ټولو موسمونو کې شنه وي چې د هوا د ککړتيا مخنيوي برخه کې هم مثبت رول لوبوي.
په مرکز ګردېز کې ځینې هټۍ وال هم د شاتو د خرڅلاو بازار پیکه بولي او وايي، پخوا به یې هره ورځ په زیاته کچه شات پلورل، خو اوس په کې د خپلو هټیو کرایه هم نه شي پوره کولی.