د لاسي صنایعو په برخه کې ځینې ښځې چې لا هم یې خپل کار نه دی درولی، خو تولیدات یې یوازې په خپلو کورونو کې ساتلي د بازار نشتوالی یې په مخ کې لوی خنډ بولي.
خامک ګنډل که څه هم په کتان، نخي او جالۍ باندې کاریږي، خو تر ټولو ښه ټوکر چې خامکي کار پرې کېږي، هغه د پاناما ټوکر دی چې ډیر مینه وال لري او په سویلي ولایتونو کې د نارینه دودیزو جامو لپاره همدا ټوکر ډیر کارول کېږي.
د اوریاخېل په خبره چې پکتیا کې به د لاسي صنایعو او نورو توکو د ودې په موخه د UNDP موسسې له لوري په لرې پرتو سیمو کې ښځو ته د دوی د اقتصادي ودې په موخه د لاسي صنایعو مواد ورکول کیږي او بازار ته به د خرڅلاو په موخه وړاندې کیږي.
د رازیه په نوم یوه میرمن وایي موږ په تيرو وختونو کې دغه لاسي غاړې او ګنډونه جوړول بیا به مو په ښار کې پلورل خوکله چې سياسي بدلون راغلی دی زموږ دغه لاسي توليد ټول پر کور پاتې دي
کندهارۍ میرمنې وایي، پخوا یې لاسي صنایعو دومره پیسې کولې چې د دوی اړتیا پوره کړي، خو زیاتوي چې اوس د خلکو د خراب اقتصاد له امله د دوی د لاسي غاړو بیې لویدلي دي.
په خوست کې يوه برخه ښځې چې په خپل شخصي لګښت د لاسي صنايعو په کاروبار بوختې دي، د بازار له نشتون شکايت کوي او وايي، د توليداتو لپاره يې پيرېدونکي کمرنګه او هټۍ وال يې هم په مناسبه بيه ترې نه پیري.