یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې تېره شپه شاوخوا یوه بجه د پل عالم اړوند «ښاروال هوټل» ته څېرمه د نانوايي څلور کامندان چې ټول د یوې کورنۍ غړي و، مخ پټو وسله والو په ډزو سره وژلي دي.
د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي په سیمه کې د یو لوی جومات د کارونو بشپړېدو غوښتنه کوي، دوی وايي د تېر حکومت له لوري په ټولو ولسوالیو کې د یو لوی جومات جوړېدو کار پیل شو، چې اوس د نامعلومو دلایلو له امله همداسې پاتې دی.
په لوګر کې د طالبانو امنیتي مسوولین د اهل تشیع وګړو او د عاشورا د مراسمو لپاره د کلکو امنیتي تدابیرو د نیول کېدو خبر ورکوي.
لوګر کې د طالبانو امنیتي کسان وايي، چې نن ماسپښین (دوشنبه، ۷ د وږي) شاوخوا ۰۱:۰۰ بجه د دغه ولایت په «جمعه کلا» سیمه کې یوه سراچه موټر یو کس وهلی او مړ کړی یې دی.
دا مرستې داسې مهال وېشل کیږي، چې اړمن خلک له دې امله نیوکه کوي او وایي، چې د مرستو په لیست کې تر ډېره د طالبانو کورنۍ نیول کېږي.
لوګر ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست ویاند عرب رسنیو ته تاید کړې چې په برکي برک ولسوالۍ کې د «رستم خېلو» ښوونځي یو زده کوونکی سیلاب وړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د لوګر طالبان وایي، دغه ماشومان د خروار ولسوالۍ له «پنج پای» کلي څخه د پېسو په خاطر راتښتول شوي و، چې د کشفي راپورونو پر اساس د اختطاف کوونکو له منګولو وژغورل شول.
تېره ورځ (سې شنبه، ۱۹ د زمري) ماښام مهال د پل عالم اړوند په «حصارک» کلي کې د ابراهیم په نوم یو ټکسي چلوونکی خپل کور ته نږدې په ډزو وژل شوی دی.
د مرکز پل عالم یو تن بڼوال داود اطلاعات روز سره په خبرو کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ له ریاست غوښتنه وکړه، چې د دوی د حاصلات د خرڅلاو لپاره دې ورته هڅې وکړي.
د نوموړي په وینا چې د دغه روزنتون لپاره په استرالیا کې د «ایسنا» په نوم د مسلمانانو د یوې ټولنې په مالي ملاتړ د ۱۰۰۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وسایل هم اخیستل شوي دي.