يوناما نن (سېشنبه، ۲۲ د لیندۍ) پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چې مارکس پوټزل خبرداری ورکړی چې نړيواله توجه پر کمېدو او دريځونه په سختېدو دي.
پوناما د پوټزل په حواله ليکلي، چې په مرستندويه سازمانونو کې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او زده کړو بنديز به د افغانستان ټولو وګړو ته زيان ورسوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر (يوناما) مرستيال مارکس پوتزل له لوېديځو هيوادونو غوښتي چې په کابل کې دي خپل سفارتونه پرانيزي تر څو د افغانستان وضعيت په ښه ډول وارزول شي.
پوتزل تر دې وړاندې له نورو طالب چارواکو سره هم د ليدنې پر مهال ټينګار کړی و چې د ښځو پر خلاف لګېدلي بنديزونه دې لغو شي.