د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکايي الوتکې افغانستان ته د ننوتو پرمهال د کوم هېواد له فضا ګټه پورته کوي، هغه وویل چې دا الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه کار اخلي.
ملا هبت الله په دې غونډه کې حاضرو ديني عالمانو ته هم لارښوونه کړې، چې د اسلامي نظام په ښه ډول خدمت وکړي، ديني علومو ته وده ورکړي، کتابونه او مقالې وليکي او اسلامي شريعت پلي کړي.
يعقوب مجاهد په دې غږيز کليپ کې وايي: «اوس خو د امير امر دی، اطاعت يې واجب او فرض دی او لازم دی. که څوک له افغانستان څخه دباندې د جهاد په نېت ځي، جهاد يې جهاد نه بلل کېږي.»
وېسټ لیکلي، چې په دې کتنه کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د خرابېدونکي وضعیت او په یوه باثباته، سوکاله او سوله ییز افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست زياته کړې چې «مغرضې کړۍ د کاذبو اطلاعاتو په توليدولو» سره هڅه کوي چې له افغانستانه د سيمې او نړۍ هيوادونو ته انديښنې پیدا کړي او له دې لارې خپلو مادي او سياسي امتيازاتو او موخو ته لاسرسی پيدا کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي «دا ډول فرضي تورونه خورا د افسوس وړ دي» او دا یې د مسوولانه ډیپلوماتیک چلند له معیارونو سره په ټکړ کې بللې ده
دا راپور په طالبانو کې د واک د اصلي برخوالو تر منځ د قبيلوي اړيکو له اړخه د طالبانو له اوسنيو موجودو واقعيتونو څخه يو څرک دی.
ملا هبت الله د خپلو نږدې ملايي همکارانو په شمول يو قبايلي او کليوال ملا دی، خپل ډېر وخت يې په کندهار او د پاکستان د بلوچستان ايالت په کچلاغ سيمه کې تېر کړی دی