د ملي دفاع وزارت په نن (دوشنبه، ۱۴ د چنګاښ) خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شمېر طالبان د هېواد بېلابېلو ولایتونو لغمان، پکتیکا، کندهار، زابل، بادغیس، فراه، هلمند او کاپیسا کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
یاسین ضیا چې نن (شنبه، ۷ د کب) یې د لوړپوړو امنیتي چارواکو په خبري ناسته کې خبرې کولې خبریالانو ته وویل، چې علیپور او جنګیالیو پسې یې عملیات لا هم روان او نن د دې عملیاتو دویم پړاو پیل شوی دی.
د لیندۍ په اتمه دفاع وزارت د ملي تدارکاتو کمېسیون له خوا د مسلخ دولتي شرکت سره د دوه قلمه غوښې قرارداد اړوند د دوو پرېکړه په اړه لیکي چې د کمېسیون د ۴۳۰۹ پرېکړې څېړنې لپاره، د پالیسۍ او سټراټیژۍ ادارې مسوولین له مسلخ څخه له لیدلو وروسته، د هغې توانایي یې تایید کړې ده.
هغوی چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې یې ژوند لیدلی وایي، چې طالبانو په دې سیمو کې د شل کاله وړاندې امارتي قوانین عملي کړي او هېڅ بدلون یې نه دی کړی. طالبان ښځو ته له محرم پرته له کوره وتلو اجازه نه ورکوي. د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ښځې اړې دي چې چادري واغوندي.
د لومړۍ حصې د اطرافو د کليو يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې تلاشي کور په کور خلک په وېره کې اچولي او ډېری يې د سيمې پرېښودلو ته اړ کړي دي.
دغه راز د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو هم د یادې ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړی و او هلته یې د تازه دمو ځواکونو استولو خبره کړې وه.
ملي دفاع وزارت نن (دوشنبه، ۱۴ د چنګاښ) په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بدخشان مزکز فیض اباد کې یې د طالبانو پر وړاندې چاڼیز عملیات ترسره کړي او طالبانو ته یې درنه مرګ – ژوبله اړولې ده.
ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي همایون شهیدزاده اطلاعات روز سره خبرو کې، د لاش و جوین ولسوالۍ د نسکورېدو او د دولتي ځواکونو زیاتې مرګ – ژوبلې لامل، د اکمالاتو او هوایي ملاتړ نه رسېدل یادوي.
خبرپاڼه دغه راز وایي، په دې نښتو کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن (شنبه، ۳۰ د کب) پر خپل ټوېټر لیکلي، چې په هره بیه وي د دې پېښې غچ به اخلي.