د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې راغلي و چې د دې راپور د درې مياشتنۍ دورې پر مهال په افغانستان کې امنيتي پېښې د تېر کال د همدې وخت په پرتله ۳۸ سلنه زياتې شوې دي.
د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» ويلي، چې د دې جبهې په باور «له طالبانو سره د اقتصادي او امنيتي تعامل پر ځای بايد د مشروعيت مسئله، ټولګډونه حکومت، په بشري حقونو کې بېړني اصلاحات او همدا راز له تروريزم سره مبارزه او د باندينۍ مداخلې پای ته رسول لومړيتوب ولري.»
د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام ويلي، چې د طالبانو له لوري د ښځو پر تګ – راتګ لګول شويو محدوديتونو د دې ښځو لپاره ننګونې نورې هم زیاتې کړې دي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا ويلي، چې د طالبانو بنديزونه د دې ډلې له هغو ژمنو سره چې د افغانستان د خلکو په تړاو يې کړي د نړيوالې ټولنې له هيلو سره په تضاد کې دي.
ګوتریش ويلي: «د نړيوالې ټولنې له لوري يوه [بله] واضحه غوښتنه شته او هغه داده چې طالبان بايد د هغو ترهګرو ډلو ټول فعاليتونه ودروي چې د پاکستان په ګډون ګاونډيو هيوادونو ته ګواښ وي.»
هغه راپور چې تېره ورځ (یکشنبه، د سلواغې په ۱۰مه) د اسوشیټډپرس خبري اژانس لاس ته ورغلی، ګوترش ویلي چې د قربانیانو له «دوه پر درېیمې برخې ډېر» ادعا کېږي چې د طالبانو د ناقانونه وژنو او یا د دې ډلې تړلیو وګړو له امله دي.
اطلاعات روز: له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر اعلان کړی چې افغانستان په...
د افغانستان معترضو ښځو يو شمير نړيوالو غونډو ته د طالبانو د غړو پر بلنې نيوکه کړې او له دې ډلې سره يې د هر ډول تعامل او په رسميت پېژندنې مخالفت کړی دی.
د ملګرو ملتونو ښځينه برخې نن پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، په داسې حال کې چې نړۍ په معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ کې د ښځو د زيات ګډون لپاره هڅې کوي، خو افغانستان د هغو ميليونونو نجونو د هيلو په هديره بدل شوی چې له ښوونځي پاتې دي.
د کرزي دفتر نن (چهارشنبه، ۲۸ د مرغومي) په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې نوموړي له افغانستان سره د ملګرو ملتونو له همکاريو مننه کړې او د دوام غوښتنه يې کړې.