د ننګرهار د نفرایټ یو ټن تیږه د ۲۵ میلیونه افغانیو له مخکې ورکړې سره د ۱.۱ میلیون افغانیو او د کونړ د نفرایټ تیږه بیا د ۲.۴ میلیونه افغانیو په بدل کې یادو شرکتونو ته سپارل شوي دي.
د ننګرهار په کامې او ګوشتې ولسوالیو کې دنفرایټو د ۱۱ کانونو په قانوني ډول د استخراج چارې پیل شوې او دغه قراردادونه له افغاني شرکتونو سره شوي، چې په استخراج سره به یې د سیمې زرګونه کسانوته دکار زمینه برابره شي
د افغان–چين د نفرايټو او قيمتي ډبرو سوداګريز شرکت رييس وانګ هونګ بين وويل، دغه مارکېټ کې هر سوداګر خپل قيمتي کاڼي پلورلی او يا يې اخېستلی شي خو وايي، نفرايټ به د دغه مارکېټ له لارې يوازې چين ته ځي او نورې قيمتي ډبرې نورو هيوادونو ته هم لېږدول کېدلی شي.