فرخار ولسوالۍ کې يوې باوري سرچينې اطلاعات روز ته وويل چې دغه بريد تېره شپه (چهارشنبه، ۶ د تلې) شاوخوا ٧:٣٠ دقیقې د دې ولسوالۍ په «خفدره» کلي کې شوى دى.
پاکستاني پوله ساتو د نښتې پر مهال درنې وسلې هم کارولي او دوه ځله يې پر سپين بولدک ولسوالۍ د هاوان مرمۍ پيرونه کړي دي.
د طالبانو د منصوري قول اردو امنیتي چارواکو هم رسنیو ته د تېرې ورځې د رامنځته شوې نښتې پخلی کړی، خو په اړه یې لا ډېر معلومات نه دي وړاندې کړي.
شريف ټينګار کړی چې د طالبانو سرپرست حکومت بايد د دې ضمانت ورکړي چې داسې پېښي به بيا نه تکراریږي.
په بادغيس کې د طالبانو امنيې قومندانۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دا نښته تېره ورځ (يکشنبه، ۱۴ د کب) د څړځای پر سر پېښه شوې ده.
کندز کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، چې د داعش غړو دغه کور په کرایه نیولی و او غوښتل یې چې د خلکو د امنیت د ګډوډولو لپاره ترې کار واخلي، خو موخې ته له رسیدو وړاندې ووژل شول.
یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه نښته نن (سې شنبه، ۲۴ د لړم) مازدیګر 4:00 رامنځته شوې او سیمې ته د طالبانو تازه دمي ځواکونه هم رسېدلي دي.
د سرچینې په وینا، د دغې نښتې په ترڅ کې چمن لوري ته د نظامي او ملکي وګړو په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۱۵ کسان نور ټپیان دي.
د سيمې يو اوسيدونکی بیا وایي، د ماسپښين د لمانځه پرمهال يې د کور سره نږدې ډزې روانې وې کله چې له کور څخه بهر وتلی دوه ټپیان يې ليدلي دي.
د وزيري په وينا، طالب ځواکونو تېره شپه د دې وسله والو کسانو پر خلاف عمليات کړي چې په پايله کې يې اته تنه وسله وال وژل شوي او ترڅنګ یې د طالبانو دوه غړي هم ژوبل دي.