دغه دستګاه چې د «کوردید» ولایتي موسېسې په مالي ملاتړ جوړه شوې، د نموړې موسېسې مسوول ډاګټر عبدالواحد واحدي وایي، فعاله شوې دستګاه په ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ ډبې اکسیجن تولیدوي چې د نیمروز عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شوه.
د نیمروز د ډاکټرانو په وينا، چې د بيزو ټڼاکې ( Monkey pox) د ناروغانو د تشخیص معاينات يې د روغتيا نړيوال سازمان (W.H.O) په مرسته له هېواد څخه بهر استولي ترڅو ثابته کړي چې آيا همدا د بيزو تڼاکې په نوم نوې ناروغي ده او که نه.
په نيمروز ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس حبیب الله الهام وايي
چې دا مرستې به د نيمروز د کليو او پراختيا رياست په همکاري او د خوړو د نړيوال سازمان (W.F.P) له لوري پر ۲۱۰۰ کورنیو ووېشل شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، تر اوسه په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د غوښتل شويو پيسو شاوخوا ٣٠ سلنه ترلاسه شوي دي.
نيمروز ولايت کېد طالبانو د امنيه قومندانۍ مسوولين وایي، چې په دې ولایت کې یو کس ځان زندۍ کړی دی، دوی زیاتوي چې په لومړنيو څیړنو کې څرګنده شوې چې ياد کس په نيمه شپه ځان په دار ځړولی او ځان وژنه يې کړې ده.
هیواد کې د ځینو سیمو خلک ادعا کوي چې هغه مرستې چې د طالبانو لخوا پر خلکو ويشل کيږي له فساد ډکې وي او هغه کسانو ته ورکول کيږي چې د طالبانو په حکومت کې واسطه لري.
يو تن موټر چلونکی عثمان وايي لومړی دې طالبان د تيلو د کيفيت په برخه کې قانون جوړ او وروسته دې د دوی د بې کیفيته تيلو مخه ونيسي. هغه وايي تر دي وړاندي يې هم دغه ډول تيل افغانستان ته را انتقالول خو مخه يې نه نيول کيده.
په نيمروز کې د طالبانو د کډوالو او بيرته راستنيدونکو چارو رياست مسوولين وایي، چې د میلک بندر له لارې ۱۱۲ کورنیو په ګډون ۴۵۴ تنه سره د ۳۶۵۷ مجردانو چې ټوټل ۴۱۱۱ تنه کېږي د پنځه ورځو په موده کې راستانه شوي دي.
نيمروز ولايت کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر مولوي محمد مهاجر په وينا، دغه سړي تېره ورځ (يکشنبه، ۲۲ د غبرګولۍ) د نيمروز په مرکز زرنج کې د خپلې مېرمنې، ماشومانو او خسر په ګډون د کورنۍ نهه تنه وژلي دي.
ټولټال ۳۴ زره او ۳۲ افغان کډوال له ایران افغانستان ته راستانه شوي چې په دې کې ۱۰زره ۱۰۷تنه په خپله خوښه او ۲۳زره ۹۲۵ کسان په جبري توګه وتلو ته اړ ایستل شوي دي.