ښاغلي ځواک زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې د ښاغلي داعي یو ورور ټپي شوی هم دی.
یاد قول اردو نن (سه شنبه، ۱۴ د غویي) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د القاعده شبکې دغه غړي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند ولايت په مختلفو سيمو کې د افغان دفاعي ځواکونو د تروریزم ضد عملیاتو په پايله کې وژل شوي دي.
د هلمند خلکو استازي غلام ولي افغان اطلاعات روز ته وایي، چې طالبانو له څلور خواوو پر لښکرګاه بریدونه پیل کړي او ښار تر «ډېر لوړ» ګواښ لاندې دی. له دې سره ښاغلي افغان وایي، چې دولتي ځواکونه په ټول توان له ښاره دفاع کوي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي او له ښاره بېرون خوا ته یې پرمختګ کړی دی: «له اختر وړاندې پرتله اوس د امنیتي ځواکونو حالت غوره دی. امنیتي ځواکونو پرمختګ لرلی دی او د طالبانو د مخکې تګ مخه یې هم نیولې ده.»
د لښګرګاه يوه اوسيدونکي احمد وويل، د طالبانو په راتګ سره په دغه ولايت کې امنيت تامين شوی دی او د جګړو کچه هم ورسره صفر ته ټيټه شوې ده خو ډير خلک بيکاره شوي دي او هېڅ کار روزګار نشته.
د هلمند د «ملکه ثریا» ۵۰ بستریز روغتون کارکوونکي وايي، له تېرو ۱۱ مياشتو راهیسې يې حکومت ورته د دوی تنخواګانې او نور امتيازات نه دي ورکړي.
د افغانستان د اوبو د زېرمو د سرچینو د ښه مدیریت په وړاندې یوه له لویو ستونزو څخه د ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو په پرتله د افغانستان د غیر متوازن پرمختګ مسله ده. افغانستان په تیرو څو لسیزو کې د داخلي بې ثباتي او ناامنۍ له امله د اوبو کنټرول او اداره کې پاتې راغلی.
افغانستان یو داسې هیواد دی، چې د ګاونډیو هیوادونو په پرتله وروسته یی پرمختګ کړی. دا د فرامرزی یا له پولو ور اخوا سیند مدیریت؛ د کلاسیک رژیم لپاره د خوب لیدلو په څیر یو امر بلل شوی دی.
یاد قول اردو د نن (یکشنبه، ۲۶ د غویي) په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کوچني اختر د اوربند پای سره یې خپل چانيز او تعرضي عملیات د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار او ځینو ولسوالیو کې پیل کړي دي.
هغه وايي د پستې د کرکېلې روزنه د نورو کرنيزو توکو په پرتله اسانه ده، خو بیه يې لوړه ده.
هغه وايي د طالبانو د مسوولينو لخوا ټول هغه کسان چې سیمه يې غصب کړې ده نيول شوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته يې معرفي کړي دي.
محب وايي د ښار په لومړۍ، دویمې او دريمې ناحيو کې د ټولو سړکونو هغه برخې به ورغول شي چې په تيرو جګړو او ياهم د نورو لاملونو له امله ويجاړ شوي دي.