اصف وویل: «د ښېوې ولسوالۍ بنګا سیمه چې منګوال هم ورته وایي، هلته خلکو کونړ سیند ته څیرمه په کرنیزو ځمکو کې د یو هلک او نجلۍ جسدونه موندلي چې دواړه په ډزو ویشل شوي وو، معلومات نه کیږي چې دا د کوم ځای اوسیدونکي دي خو خلکو ویل چې د شپې ناوخته ډزې شوي دي.»
«زیاتره نجونو ته د نکاح په ټاکنه کې خپل حق نه ورکول کیږي او تر ډیره په دې برخه کې له نجونو سره زیاتی کیږي؛ ځکه نجونې هم حق لري چې په خپله خوښه نکاح وکړي.»