د وژل شوي کس د کورنۍ غړي وایي، له هیچا سره یې دښمني نه درلوده او نه پوهیږي چې د کورنۍ غړی یې دچا لخوا وژل شوی دی.
دا بريد نن (دوشنبه، ۲۱ د لیندۍ) تر غرمې وروسته ترسره شوی. د کابل په شهرنو سيمه کې د څو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.
قاري سراج ساحل په لومړي سر کې ټپي شوى و او له دوو ورځو وروسته یې تېره شپه شاوخوا ١٢:۰۰ بجې د تخار په ولايتي روغتون کې ساه ورکړې ده.
سرچینه وایي: تیره شپه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند «زرین اباد» سیمه کې یو ناپیژنده وسله وال کس پر طالب سرتیرو ډزې کړي، چې پرمهال یې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
ورته مهال سرچينې وايي، چې د پروان د مرکز اړونده سيمه «خواجه ها» کلي کې يو څلويښت کلن کس د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.
ځايي سرچينې وايي، دغه وسله وال بريد نن سهار د لمانځه پر مهال شوى دى. د دغو سرچینو په وینا، په دې برید کې درې عبادت کوونکي وژل شوي او څو نور ټپیان دي.
د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نجیب الله حنیف هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې يو وسله وال کس په مرکز اسعد آباد ښار کې پر څلورو ملکي وګړو ډزې کړي، چې له امله يې يو تن وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.
د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، په دې برید کې ملاله میوند او موټر چلوونکی یې محمد طاهر وژل شوي دي. خوږیاڼي زیاته کړې، چې پر دوی دا برید هغه مهال وشو چې له کوره دفتر ته پر لاره و.